ژوند،ژوند………چي هرڅومره آوږده وي آخیرلري.
موړهم مري،غریب هم. زه دانن دتلیفون له لاري دعبدالعظیم له خولۍ خبرسوم چي دکندهار دښار مربوط دسرپوزي پخوانې اوسیدونکي ،محمد جمعه چي دسرپوزي په (جمعه) سره خلګو پیژندی . دکویټي په ښارکي د۱۳۸۹ لمريز کال د میزان دمیاشتي پر پنځلسمه په ډیرغُربت کي ساه ورکړل.انااللهِ وانا اِ لیهِ راجعون ه.
خدای بخښلي محمد جمعه داختر محمدکاکو زوي په قوم توخې و. محمد جمعه دخپل وخت دکندهار دښاردپایلوچوپه کتار کي معلوم سړي و.
نوموړي څوکاله دغلامحي الدین کاکو سره په مشترکه یو سماوار دکندهار دښار دشهیدانو دچوک څخه دلمر ولیده پر خوا دپا تاو پر غا ړه لاره،دچایو،شیدو،مِکس،پیروي،مستوعلاوه يې ورسره خونده وري چاینکۍ دخپلو زیاتو مشتریانو لپاره پخولۍ.دپنجوائي دولسوالۍ اوسنځرۍ دکلۍ دموترونو تم ځاي،ددوي دسماوار مخته و.پس نو ټول موټر لرونکي( موټروانان،کلینران) او ددوي دمسافرو دناستي اوولاړي ځاي د(جمعه) سماوار ؤ. پدی ډول دسرپُزي ، با سباط ، باغ شاه وکاغنک ،ګُندیګانوپیر پایمال اومامته جات(محاله جات)اوشاه وخوا کلیو ټول هغه ځوانان اوسپین ږیري چي پرخرو آسانو او یا اوږوبه يې بازاته دخرڅولو لپاره شیدې،مستي،پیروي،شپیشتي اومیوې راوړي بیر کورو ته دتلو مخکي به يې د(جمعه ) دسماوار یوه چاینکه چاي اویاچاري نوش اوجان کول او(دجمعه اوغلامحي الدین کاکو) احوال به يې اخیستي. کله چي ډیر کلونه مخکي دظاهرخان دپاچهي په زمانه کي دپنجوائي دولسوالۍ دموټرو تم ځاي دګرشک هډي خواته دسرکار اوترافیکو په آمررا انتقال سوه، نومحمد جمعه هم دخلګو دغوښتني اویاراني په وجه دپاتاو دغاړي سماوار غلامحی الدین کاکوته پریښود.
دګرشک هډي پرسړک د(تاک سماوار) يې رانیوي.داسماوار ځکه دتاک دسماوار په نوم مشهور سوي و،چي مخته دسړک دغاړي په لښتي کي دآنګور (تاک) ډیر په زورکي راشین سوې وو.تاک دونه غټ وچي دجمعه دسماوار ددودروازو مخه او دسړک دغاړي دري ګزي ټول برخه دیوه ناجو دوني په مرسته سیوري و.
جمعه هم دلرګو پواسطه ښه (منا) او لاندي يې دلښتي دپاسه سمه تُنګاچه جوړه کړي وه.چي ډیر مشتریان پرکښیناستل،چاي او ډوډی يې په آزاده هوا کي خوړل.شاه وخوا به دجمعه شاګردانو اوپاشې کول. دټایپ لوډ سپیکر دناجو په ونه پوري تړلۍ او دکندهاري هنرمندانو (شوقیانو) سندري به چالان وي .
جمعه به دسماور دیوي دروازي مخته پر ډبرینه سوفه دیارانوسره ناست و.داسماوار دقادري دسراي په مقابل خواکي دسړک شمالۍ لورته کله چي دزرغونې آنا دلیسي دیوال پر دغه سړک دشرق لوري ته ختم سي اوبل سړک دشمال پرلور پورته ځي .دجمعه سماواردسړک دشرق طرف ته چي د دي بل لوي سړک شمال خواته په دغه کونج کي واقع و.جمعه نخودي رنګه مِکس کالۍ اغوستل،ښه رفکاټ سدرې،دنخودي پاچ لنګوټه او سوچه موچڼه په پښوکول. لمړی يې ږیره خریل ورسته يې دکوسه په شان کوچني ږیره لرل. ښایسته ځواني يې لرل،په مجلس اوخبروکي يې اداب مراعتول، لافي وهونکی نه و،دچاه سره يې بدي نه لرل،هرڅوک چي به ورغلی که ترده کشر هم وای دی ورته ولاړیدﺉ. دپیسو ټولونکس نه و.
هرڅه چي يې پيداکولې ویارانوته يې مصرفولې.جمعه دحکومت دمخبرانو سره جوړ نه وه .چرسي،بنګي،شرابي، خومارباز اوغل نه و. په خپل سماوار کي يې د خمار میدان نه جوړوﺉ .دیارانوسره ناسته پاسته يې تر هرڅه خوښه وه،میله بازوو.دسپو دجنګ سره يې مینه وه.څویارانويې دجنګ سپي لرل اودی هم دسپودجنګ میدان ته ورسره تلۍ. دښار په هره لیري برخه اوحتي ولسوالیوته چي به دکندهار محلۍ هنر مندان لکه(شاه محمد کندهاري،ولې محمد کندهاري،ساګزي ماما، عظم اونصرالله،محمدنور،یارمحمد دارغنداب،دسبزي کار عبدالباري،علي ګل) د شپی دښادیوپه محفلوکي دسندرو ویلوته تلل دسرپُزي جمعه ته به دوی خبر ورکاوه.
ځکه (جمعه دماخستن تر لما نځ وروسته لیري ولسوالیولکه پنجوائي اوارغنداب ته دنیاز محمد استاد موټر چي لس دولس نفره پکښي ځایدل په کرایه بیوي دخپلویارانوسره هغه شوق ته تللۍ،هلته يې دسندري فرمایش ورکاوه دشلو اویا پنځوسو افغانو بخشش سره یوځای).اوهمیشه يې خپل لګیدلی ګیس دځان سره وړی .یوځل دداودخان دحکومت پر وخت کله چي (کږخولۍ) نورمحمد فرار سو،دوخت حکومت ته چاه راپور ورکړی و،چي نورمحمد وخت ناوخته د(جمعه) سماوارته راځي.
جمعه په ځان وپوهیدی چي تر تعقیب لاندي دی.پدې وختو کښي (کږخولۍ ) نور محمد دحکومت لخوا ونیول سو.ډیر ژر جمعه ورک سو،سماوار پاته سو.جمعه دڅویارانو په خوله ایران ته ولاړی.«جمعه» دایران په مشهد نومي ښارکي بیا سماوار خلاص کړ .په مشهد کښی دافغانانو شمیر څه کم نه وو.ټول بیا دجمعه پر سماوار سره راټولیدل.دجمعه سماوار دبی کوره مسافروافغانانو کورسو. په ایران کښي جمعه دخپلو یا رانو لخوا پدي چي یوازي يې غښتل توب خوښ وو،نور يې هیڅ بد فعل نه لاره نو ملګرو دی د(ملا جمعه ) په نوم بلې اوپه همدي نوم مشهور سوی وو .
درې څلورکاله وروسته دیوي ډلي افغانانو لخوا دمشهد په ښار کي لویه غلا دقتلو سره مل.جنګ وسو پولیس زخمیان سول غله ونیول سول.«جمعه» بیا په دي پيښه کي پلاس لرلو متهم سو. پدې چي دغه خلګ دنورپه شان دجمعه پر سمار کښینستل ،جمعه چي له پخوا معلوم و،چي په ځان ټینګ دی داځل هم هرډول وهلو اوشکینجو ته ټینګ سو.نور ټول په قضیه کي ښکیل اعدام سول. مګر «جمعه» چي هیڅ سند اواعتراف يې هم نه لاره په شل کاله قیددایران آخوندي محکمې محکوم کړ .نو دجمعه مړی اوژوندی ورک سو،پلار،مور ،ورور اودوستان يې دځینو هغو افغانانو له خولۍ خبر سول چي له ایرانه راغلۍ و چي«جمعه» دایران حکومت هغه ټول نیول سوي کسان و وژل. هغه هم غریبه کورنۍ وه،دنور معلومات وسه يې نه لرل.خوجمعه ژوندی،په پردي ملک کي بیله پایوازه په ډیربد حالت دمشقته څخه ډک بند تیره وي.
دري کاله مخکی له زندانه په داسي حالت کي راخوشي سوي و، چي ډیر کمزوري ،مریض اوزوړسوی و . کله چي جمعه کندهار راځي ،پلار،موراو ورويې لاوختي وفات سوي وه.نور جمعه هغه محمدجمعه نه و.مریض،سپین ږیري،کمزوي،مفلس،بي کوره،څه وخت په کندهار ښارکي دخپلي یوې واده سوي اوبیا کونډی سوي خور اوخوریانو سره پاته سو .ورسته دکویټي ښارته دوریرو کورته ولاړي چي دايې نودژوند ورستي ورځي وي.په ډیر غربت کښي دمیزان دمیاشتي پر پنځلسمه د۱۳۸۹هجري کال وفات سو خداي (ج) دې وبخښي.دازموږ دغښتلو ځوانانو څخه دیوه غښتلۍ اودخپل وخت دنامي دژوند داستان وو.دنوموړي دیاد لپاره مي ځکه داڅو جملۍ ولیکلي چي هیڅوک نه لري،غریب وخوغښتلیاوپه ځان ټینګ،دنیکو اخلاقو خاوندوو. په عزت اوسی.