کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د باګرام د پټ زندان څېړني ته کمېسون وټاکى

ولسمشر کرزي د باګرام د پټ زندان څېړني ته کمېسون وټاکى

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عدليې د وزير په مشري يو کمېسون تشکيل کړى، چي د هغو ادعاوو په باب تحقيقات وکړي چي په باګرام کي د يوه پټ زندان د سته والي په هکله سوي دي.
تېره اونۍ په بهرنيو مطبوعاتو کي داسي خبرونه خپاره سول چي د باګرام د عمومي زندان ترڅنګ هلته يو بل پټ زندان هم موجود دئ، چي امريکايي پوځيان بنديانو ته شکنجې پکښي ورکوي او بنديانو ته يې د لمانځه او قرآن د تلاوت اجازه نه ورکول کېږي.
ولسمشر کرزي ياد سوي کمېسون ته حکم کړى، چي په ١٥ ورځو کي د دې زندان په هکله تحقيقات ترسره او جمهوري رياست ته راپور وړاندي کړي.