د غذا نړیواله ورځ هر کال د ملګرو ملتونو د خوراک او کرني اداری ، د خوراک نړیواله اداره او نور اورګانونو له خوا په داسی حال کی لمانځل کیږی چی کابو شاوخوا یو بیلیون د نړی وګړی د غذا له کمښت سره مخامخ دی او په ناری شپی او ورځی تیروی .
لوږی او د خوراکی توکو کمښت نه یواځی د انسان عمر لنډوی بلکه ډول ډول نوری ټولنیزی ستونزی هم را ولاړوی چی یوه عمده بیلګه یی صلح او امنیت دی .
دغه ورځ چی څه د باندی ۱۵۰ هیوادونو کی لمانځل کیږی یواځنی موخه یی د لوږی پروړاندی مبارزه ده خو ورز تر بلی ورزی په بی وزولو هیوادونو کی دا کچه لوړیږی او خلک له هر راز ستونزو سره مخامخ کیږی .
ګران هیواد افغانستان هم د هغه هیوادونو په نوم لړ کی پروت دی چی هر کال دا ورز پکی د ملګرو ملتونو د اداری ، کرهڼی او روغیتا وزارتونو له خوا لمانځل کیږی او خلکوته د خوراکی توکو د شتون په هکله ډاډ ورکوی .
خو الله تعالی دی سږ کال خیر را پیښ کړی ځکه د ګاونډی هیواد پاکستان ډیر هغه مهمی سمی چی د غنمو او نور خوراکی توکو د تولید لویه سلنه به یی پوره کوله خړو اوبو لاندی کړی او خپله مرستوته اړتیا لری نو امکان لری چی د ژمی په را رسیدو سره خپلی لومړنی مرستی چی تل به یی د افغانستان سره کولی وتړی .
د کرهڼی ، مالداری او اوبو لګولو وزرات هر کال دغه ورز لمانځی او په ۲۰۰۹ کال د لړم په میاشت کی د همدی ورځی د لمانځنی پر محال د کرهڼی او مالداری وزیر وویل : سره له دی چی د کرهڼی وزارت د پام وړ کارونو ترسره کړی خو بیا هم ۳۰ سلنه د هیواد وګړی د خوراکی توکو د کمښت سره مخامخ دی او دی موخی ته د رسید لپاره مو هلی ځلی پیل کړی چی یو اوږدی مودی ته اړتیا لری .
لومړنی توکو ته اړتیا خو اوږده موده نه غواړی ( دا خو د سړک یا بند جوړلو کار نه دی ) ځکه خلک وږی وی او د بیګا ډوډی نه لری تر څو چی ستاسو پلانونه تر سره کیږی هغه هم په داسی یو حالت کی چی د غنمو به اخیستلو کی هم بډی اخیستل کیږی د سپینو او پاکو غنمو پر ځای تور او چینجویو خوړلی غنمو قراردادونه کیږی په خلکو به ترخی شینی وی
د خوراکی توکو نړیوال سازمان ( ډبلیو اف پي ) مشر ډاکتر ستیفانو بریتی تیر کال هم د خوراکی توکو د کمښت په هکله ویلی ول چی د نړی د هر شپږم تن څخه یو کس د شپی په لوږی ویده کیږی او ژمنه یی وکړه چی په دی هکله به د پام وړ بدولونه را منځته شی .
فکر کیږی د هر هغه هیواد وګړی چی له دی ستونزی سره مخامخ دی دننه په هیواد کی به یی د کر هڼی او مالداری په برخه کی ستونزی وی او نشی کولای چی خپلو هیوادوالوته د پام وړی کرهڼیز خدمتوته وړاندی کړی چی د بیلګی په توګه یی خپل هیواد ښودلی شو.
دا چی ولی د افغانستان کرهڼه او مالدری وده نشی کولای ځینی عوامل شته چی په لاندی توګه یی بیانوو.
د امنیت نشتوالی : کرهڼه او مالداری لکه څرنګه چی د نوم نه یی پیدا ده په ښارونو کی نه بلکی په کلیو ، بانډو او لری پرتو سیموکی ترسره کیږی ، بزګران او مالدارن فنی او مسلکی مشورو ته اړتیا لری تر څو وکولای شی په فنی او مسلکی توګه کښت او کر وکړی ځکه دا کار د دتولیداتو په کمښت او ارزښت کی د بام وړ بدلون راوستلی شی چی د بی امنی په شتون سره امکان نه لری .
د اوبو نشتوالی : زمونز د هیواد ډیری دښتی او صحراوی د سیندونو او بندونو تر څنګ پرتی دی او د کر کیلی لپاره ښایسته خاوره لری خو تر اوسه پوری ورته د کوم بند د جوړولو پلان نشته . د دی ترڅنګ زمونږ اوبخور ځمکی هم د اوبو د کمښت سره مخامخ دی او بزګران نشی کولای چی د اړتیا وړ اوبه کروندوته چتمو کړی .
د اصلاح شویو تخمونو نشتوالی : لکه څرنګه چی تاسو لوستونکی ته ښه معلومه ده اصلاح شوی تخمونه یو له هغو کرهڼیزو اړتیاوو څخه دی چی کولای شی په یوه ټولنه کی د لوږی په وړاندی مبارزه وکړی ځکه ګران هیواد افغانسان یو غرنی هیواد دی او د کر وړ ځکمه یی کمه ده نو ښه تخم په لرولو سره کولای شو لوړ حاصل ولرو . د یادونی ده چی په دی ورستیو کالونو کی مو داسی اداری ولیدلی چی د کروند ګرو زړه یی د اصلاح شوی تخمونو نه تور کړ ځکه د ښه تخم پر ځای یی ورته داسی تخمونونه وویشل چی د حاصل به یی د تخم له بیه څخه ټیټ وو.
د فنی زده کړی او عصری وسایلو نشتوالی : دا څو لسیزی را په دی خوا سره له دی چی د خوراکی توکو نشتوالی او لوږی ډیره شوی ده خو بیا هم نړیوالو د کرهڼی او مالداری په برخه د نوی او عصر ټکنالوژی په کارولو سره د پام وړ پرمختګونو کړی ، خو په ګران هیواد افغانستان کی تر اوسه پوری خوار او غربیب کرند ګر په څارویو پوری نښتی او نشی کولای چی عصر ټکنالوژی ته لاس رسی ولری ځکه دا هم یو له هغو مهمو فکټورنو ځخه دی چی کولای شی د لوړ حاصل په لرلو کی مثبت رول ولوبوی .
د بوټو د افتونو شتون : الله تعالی په خپل نظام کی د هر ژوندی موجود لپاره دښمن پیدا کړی چی د هماغی دښمن په واسطه یی له منځه وړی ، کرهڼیز بوټی هم یو له هغه ژوندی موجواتو څخه دی کوم چی د ډول ډول افتونو او مرضونو له کبله زیان من کیږی او په ترڅ کی یی حاصلات یا له منځی ځی او یا هم د لږ کمښت او ارزښت لرونکی وی چی دا هم د لوږی لپاره یو مهم دلیل کیدلای شی .
د ستراټیژیکو زیرمتونو نه موجودیت : د کروند ګرو سره د حاصلاتو د راټولو په وخت کی غلی دانی او نور اړین خوراکی توکی په لوړه کچه شتون لری او په ازادو بازارونو کی یی په کمه بیه خرڅلاو ته وړاندی کوی تر څو د شویو مصارفو پورونه خلاص کړی او یاهم نور لومړنی توکی پری را ونیسی ، نو که چیرته د هیواد په ځینو سیمو کی ( ولایتونو کی ) زیرمتونونه موجود وی ، اړوند اورګانونه کولای شی په لږ جک نرخ له کروند ګرو څخه توکی را ونیسی او په زیرمه تونوکی په فنی او مسګلی توګه وساتی تر څو د اړتیا په وخت کی ترینه ګټه واخیستل شی او همدا رنګه دولت کولای شی له ګانډیو هیوادو ځخه غلی دانی واخلی او په همدی سټراتیژیکو زیرمو کی یی وساتی تر څو د اړتیا په وخت کی ترینه ګټه واخلی .
که چیرته پورتنی ستونزی حل شی نو فکر نه کیږی چی په هیواد کی د لوږی کچه لوړه او خلک د ستونزو سره لاس او ګریوان وی .
مننه