د کندهار ښار په نننۍ چاودنه کي چي پر ځايي وخت ماخستن څه باندي اته بجې وسوه، يو تن وژل سوئ او څلور نور ټپيان دي.
د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي ويلي که څه هم د چاودني موخه امنيه قومنداني وه، خو د پېښي ټول قربانيان ملکي کسان دي.
که څه هم د کندهار د والي وياند د پېښي مرګ ژوبله پنځه کسان ښيي، خو په کندهار کي د لراوبر همکار وايي چاودنه ډېره شديده وه، ممکن د قربانيانو د مرګ ژوبلي کچه تر دې هم ډېره سي.
وروستۍ چاودنه پر داسي مهال کېږي چي د کندهار چارواکي وايي د ولايت په مختلفو سيمو کي يې د طالبانو پر ضد عمليات شروع کړي دي.