د پاکستان حکومت ويلي په هغه حمله کي چي د اکتوبر پر دوهمه په شمالي وزيرستان کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په ذريعه وسوه، د قبايلي طالبانو لوړ پوړى مشر قاري حسين هم وژل سوئ دئ.
په دې حمله کي پنځه جرمنيان، عرب او يو ترکى هم وژل سوي وو.
د پاکستان حکومت وايي د دوى استخباراتي معلومات ښيي چي قاري حسين هم د هغو کسانو په منځ کي وژل سوئ دئ.
قاري حسين د قبايلي طالبانو لوړ پوړى مشر وو، چي وايي د ځانمرګو بريدکوونکو روزونکى او نظامي قومندان وو.
څو مياشتي دمخه چي د حکيم الله مسود د مړيني آوازه ولوېده، قاري حسين يو له هغو کسانو څخه وو چي ممکن د قبايلي طالبانو مشري يې ترلاسه کړې واى.