کور / تازه خبرونه / هلمند: د طالبانو زندان کشف سوئ دئ

هلمند: د طالبانو زندان کشف سوئ دئ

د هلمند چارواکي وايي افغان او ايتلافي ځواکونو پرون د جمعې په ورځ د طالبانو يو زندان د عملياتو پر مهال کشف او ٣٧ بنديان يې په لاس ورغلل.
د هلمند د پوليسو يوه چارواکي کمال الدين شيرزي د طلوع تلوېزون ته ويلي چي پر دې زندان پرون سهار شپږ بجې د لښکرګاه د خوشکاوې په سيمه کي عمليات شروع سول او څو ساعته وروسته د ځواکونو لاسته ورغئ.
د نوموړي په وينا په محبس کي ټول ٣٧ کسان بنديان وو، چي له حکومت سره د تړاو په تور پر ځينو بنديانو سربېره څو نشه يان، دوه غله او څلور طالبان هم پکښي شامل دي.