کور / تازه خبرونه / د جعلي وېزې درلودونکي هندي اتباع خپل هيواد ته ولېږل سول

د جعلي وېزې درلودونکي هندي اتباع خپل هيواد ته ولېږل سول

هغه دوه تنه هندي اتباع چي څه موده وړاندي د کندهار په هوايې ډګر کي د سرحدي ځواکونو له خوا د جعلي وېزې د درلودلو په تور نيول سوي وه نن د قانوني مرحلو تر طى کولو وروسته خپل هيواد ته واستول سول.
يادو دوو تنوڅه موده وړاندي هڅه کول څو د جعلي وېزې په مرسته کندهار ته داخل سي چي د کندهار په هوايې ډګر کي د سرحدي پوليسو له خوا ونيول سول او د پوښتنو ګروېږنو لپاره د ياد ولايت امنيه قومندانۍ ته ور وپېژندل سول چي بيا له هماغه ځايه د کندهار هرات پر لويه لاره د سرپوزې په سيمه کي د کندهار لوى محبس ته يووړل سول.
د کندهار ولايت د باندنيو چارو رئېس شاه احمد سعيد نن تر غرمې وړاندي وويل چي د يادو دوو تنو هندي اتباعو تر نيولو وروسته ددې کسانو موضوع په کندهار کي د اړوند هيواد د جنرال کونسل سره شريکه او تر کلک تعقيب لاندي ونيول سوه چي بياورته د استناف څارنوالۍ له خوا د کار او سفر د ټولو نړيوالو قوانينو په رڼا کي د پاى ټکى کښېښودل سوو.
سعيد وويل چي ياد دوه تنه تېره ورځ د ټولو قانوني مراحلو تر طى کولو وروسته په کندها رکي د ياد هيواد کونسلګرۍ ته وسپارل سوه چي نن هماغه د کندهار د هوايې ډګر څخه خپل هيواد ته ولېږل سول.
شاه احمد سعيد په کندهار کي له ټولو هغو ادارو څخه غوښتنه وکړه څو ورته په خپلو ادارو کي ټول هغه بهرني اتباع ور وپېژني کوم چي پرته له وېزې کندهار ته راغلي .
سعيد همدا راز وويل چي دوى د کندهار په هوايې ډګر او د کندهار په يو شمير نورو سيمو کي هم پرته له وېزې او يا جعلي وېزې په مرسته کندهار ته داخل سوي بهرني اتباع نيولي چي زيات يې له فيلپين او نيپال هيوادونو څخه دي ، دوسيې تر قانوني څېړني لاندي دي چي ډېر ژر به هغوى هم خپلو هيوادونو ته واستول سي.