کور / تازه خبرونه / سردار محمد ځاځى : په تېره اوونۍ کي مو ٣١ شکمن کسان نيولي

سردار محمد ځاځى : په تېره اوونۍ کي مو ٣١ شکمن کسان نيولي

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي نن تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتو په دفتر کي يوې خبري غونډي ته وويل چي د ياد ولايت پوليسو د تيري يوې اوونۍ په اوږدو کي په بيلابيلو جرمونو تورن ٣١ تنه شکمن کسان نيولي چي دا مهال د دولتي ځواکونو تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي .
امنيه قومندان وويل چي د کندهار په ژړۍ، ډنډ او معروف ولسواليو کي څلور تنه وسله وال د خپلو ماينونو ښکار سوي او د کندهار ښار په بيلا بيلو سيمو کي د پلټوونکو عملياتو پر مهال ٦ کړۍ ماينونه، درې کړۍ لاسي بمونه او درې فيره راکټونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه د کندهار ښار په ارغنداؤ، پنجوايې او ژړۍ ولسواليو کي روان پلټوونکي عمليات په بشپړه توګه بريالي وبلل
.
نوموړي همدا ډول وويل چي په دې ولايت کي يې درې تنه د ملاامامانو د وژلو په تور هم نيولي .ځاځي د تيري اوونۍ په اوږدو کي د هغو دوو تنو د نيولو خبر هم ورکړ څوک چي د پاکستان کويټې ښار ته د کانټينر په مرسته د افغان کارګرانو په ليږدولو او وژلو تورن وه.