کور / تازه خبرونه / ناټو: لوړ پوړي طالب قومندان مو کابل ته پرې ايښى و

ناټو: لوړ پوړي طالب قومندان مو کابل ته پرې ايښى و

په افغانستان کي مېشت د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پيټريوس وايي ناټو ځواکونو څو ورځي دمخه کابل ته د سولي په خبرو اترو کي د ګډون په خاطر يوه لوړ پوړي طالب قومندان ته لاره ورکړې وه.
جنرال پيټريوس وويل دا امکان نه لري چي لوړ پوړي طالب استازي دي افغانستان ته راځي او دوى دي په خبر نه وي.
د رويټرز خبري آژانس وايي جنرال پيټريوس په لندن کي دغه څرګندوني کړي او وايي چي دا کار يې د ولسمشر حامد کرزي د سولي له هلو ځلو څخه د ملاتړ په خاطر کړى دئ.
شاوخوا لس ورځي دمخه داسي خبرونه خپاره سول، چي د کابل په سرينا هوټل کي د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ پټي خبري رواني دي، خو طالبانو يوه اونۍ وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو دغه ادعا رد کړه.
پيټريوس ويلي چي په دې مذاکراتو کي د طالبانو د يوه غټ قومندان په ګډون څو مهم طالب استازي شامل ول، خو وايي خبري لا تر اوسه په ابتدايي پړاو کي دي.