کور / تازه خبرونه / پاکستان: د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو زمينه مساعدوو

پاکستان: د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو زمينه مساعدوو

د پاکستان حکومت وايي دوى هڅه کوي چي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته زمينه برابره کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن د جمعې په ورځ په بروسلز کي وويل چي حکومت يې يو ارام افغانستان غواړي او د سولي په لاره کي له افغانانو سره مرسته کوي.
نوموړي دغه خبري څرګندوني د پاکستان په هکله په يوه جوړ سوي کنفرانس کي وکړې.
شاه محمود قريشي دغه خبري پر داسي مهال کوي چي په افغانستان کي د سولي عالي شورا جوړه سوې، او د افغان او بهرنيو لوړ پوړو مامورينو له خوا له طالبانو سره د پټو مذاکراتو په باب خبرونه خپرېږي.