کور / تازه خبرونه / متوکل: نړۍ واله ټولنه دي د سولي د شورا ملاتړ وکړي

متوکل: نړۍ واله ټولنه دي د سولي د شورا ملاتړ وکړي

په کابل کي مېشت د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل وايي که نړۍ واله ټولنه (لومړى امريکا) د سولي د جوړي سوي شورا ملاتړ ونکړي، د شورا د غړيو شخصي هڅي به نتيجه ورنکړي. نوموړي وويل د يوه او دوو کسانو شخصي هڅي نتيجه نه ورکوي، چي تر څو يې امريکا او نړۍ ملاتړ ونکړي. مولوي وکيل احمد متوکل په کابل د طلوع تلويزون ته ويلي چي پر يوه او بل باندي اعتماد د سولي په خبرو کي ډېر مهم دئ. مولوي متوکل وايي د سولي دپاره يوازي د شورا جوړول ګټه نه لري، دا مهمه ده چي د اعتماد او باور فضاء رامنځته سي، چي له امله يې طالبان هم د سولي پروسه جدي ونيسي، خو د نوموړي په وينا دا هغه څه دي چي تر اوسه نه دي سوي. نوموړي پر افغان حکومت ږغ کړئ، چي خپل تر ټولو ښه کار (د سولي هڅو) ته دوام ورکړي.