کور / تازه خبرونه / ناټو اووه نور عسکر له لاسه ورکړل

ناټو اووه نور عسکر له لاسه ورکړل

د ناټو ځواکونه وايي نن د اکتوبر پر ١٤ – مه يې د افغانستان په مختلفو سيمو کي اووه عسکر له منځه تللي دي.
ناټو وايي درې عسکر يې په يوه جنوبي ولايت کي د ماين د چاودني له امله مړه سوي او دوه نور يې د وسله والو په حمله کي د هيواد په جنوب کي وژل سوي دي، همدا راز يې يو عسکر په ختيځ کي په يوه وسله واله حمله کي او يو بل هم په جنوب کي له لاسه ورکړى دئ.
د ناټو ځواکونو د دې عسکرو هويت پټ ساتلى دئ.
ناټو وايي د اکتوبر په مياشت کي يې د مړو عسکرو شمېر ٤٠ ته وختئ، چي له دې جملې څخه يې يوازي په تېرو دوو ورځو کي ١٣ عسکر له لاسه ورکړي دي.
بايد وويل سي چي د ناټو اکثره وژل سوي عسکر امريکايان دي.