د هلمند چارواکي وايي د افغان او ايتلافي عسکرو په عملياتو کي چي د سنګين ولسوالي د بارکزو په سيمه کي ترسره سوي دي، د سيف الله په نوم د سيمه ايزو طالبانو يو قومندان له خپلو ١٠ ملګرو سره وژل سوئ دئ.
د هلمند د ولايت مقام څخه خپره سوې پاڼه وايي سيف الله چي په سيمه کي په جاويد مشهور وو، د ماين جوړولو متخصص وو.
همدا راز په خبر پاڼه کي راغلي چي د چارشنبې په شپه د نوزاد ولسوالۍ د عليزو د کلي پر عمومي سړک پر محبوب الله او مطيع الله د دوى خپل ماين چاودلى او په وژل سوي دي.
خبر پاڼه وايي دوى غوښتل د وسايطو ضد ماين ځاى پر ځاى کړي، خو خپله پر دوى چاودلى دئ.