کور / تازه خبرونه / پکتيا: يو ښوونځى ګټي اخيستني ته وړاندي سو

پکتيا: يو ښوونځى ګټي اخيستني ته وړاندي سو

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي د تلي پر ٢٢ – مه نېټه د والي جمعه خان همدرد او د پوهني د رئيس محراب الدين شفق له خوا يو باب ښوونځى د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل سو.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي دغه لېسه د عبدالخېلو په سيمه کي په پاخه او اساسي ډول د پکتيا په مرکز ګردېز کي د شاوخوا يو لک اويازره ډالرو په لګښت جوړه سوه، چي اته درسي خوني او څلور اداري خوني لري.
د نوموړي په وينا ياد سوى ښوونځى په پنځه جريبه مځکه کي جوړ سوئ او په پر يوه وخت د ٥١٠ تنو زدکوونکو ګنجايش لري.
دغه ښوونځى چي د درسي موادو (ميز، چوکۍ) او ضروري اسانتياوو تشنابونو او برېښنا غم يې هم خوړل سوئ، د پکتيا د پي، آر، ټي له خوا يې لګښت ورکړل سوئ دئ.