کور / سپورټي / افغان ملي لوبډله پرون مازیګر کابل ته راورسیدله

افغان ملي لوبډله پرون مازیګر کابل ته راورسیدله

د افغانستان ملي لوبډله پرون پلازمېنې کابل ته د کینیا له هیواد څخه راستنه شوه، د ملي لوبډلې لوبغاړي به نن ورځ خپلو کورونو ته چې څه په پښتونخوا او څه په ولایتونو کې دي سفر کوي.

ملي لوبډله به د اسیايي هیوادونو د لوبو او د لویو وچو د جام د پایلوبې لپاره ۱۵ و رځې په روزنیز کمپ کې تمرین کوي، دا کمپ به په ۳ د نوفمبر پېل کیږي. تر اوسه نه ده معلومه چې د ملي لوبډلې لپاره دا ۱۵ ورځینی کمپ به په کوم ځای کې ترسره کیږي خو افغان کرکټ بورډ تر دې دمه درې ځایونه غوره کړي دي، کیدای شي دا روزنیز کمپ به د شارجې په لوبغالي کې، یا به په کابل او یا به د ننګرهار د کرکټ په ښونیزه اکاډمۍ کې ترسره کیږي.

د دې کال د نوفمبر او ډیسمبر په میاشتو کې ملي لوبډلې ته ډیر مهم سفرونه ور په غاړه دي، په ۲۴ نېټه که ملي لوبډلې په اسیایي هیوادونو کې لومړۍ لوبه وګټله نو په دویمه لوبه کې به د پاکستان د ملي لوبډلې سره په ۲۵ نېټه مخامخ کیږي.

د ډیسمبر په میاشت کې ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد سره د لویو وچو د جام پایلوبه کوي. افغانستان په دې سیالۍ کې تر دې دمه برلاسی دی او ۹۷ پوانټونه لري. د لویو وچو په جام کې افغانستان د ۷ هیوادونو په کتار کې په لومړي مقام کې ځای لري، کچیرته افغانستان د سکاټلینډ سره د ډیسمبر له دویمې څخه تر ډیسمبر تر ۶ نېټې پورې پنځه ورځینۍ لوبه مساوي هم کړي نو د دې جام اتلولي له د افغانستان په نوم پای ته رسیږي.