د مرحوم جنرال غلام محمد لودین د فاتحې خبرتیا
په خواشینۍ سره د د افغانستان د هوايي ځواکونو پخواني پیلوټ او د ملي شورای د مشرانو د جرګې امنیتي مسول الحاج جنرال غلام محمد لودین د تلې د میاشتې د یوویشتمې نېټې په سهار د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې .
خدای بښلی لودین یو پر وطن میین شخص و چې کلونه کلونه یې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره خدمت کړی و. نوموړی پر پوځي دندې سربېره یو ټولنیز شخصیت هم و.
د اروښاد فاتحه د شنبې په ورځ په دریېمو مکروریانو کې بخارخانې ته مخامخ ، شینو زاده روغتون څېرمه د ابوبکر صدیق (رض) په جامع جومات کې د خدای بښلي د کورنۍ ، د افغانستان دملي شورا او د لوګر ولایت د خلکو د شورا له خوا اخیستل کېږي .
دوستان او خوا خوږي دې خبر وي