نوبل بنـسټ د ويب پاڼې د ارشيف له مخې چې له تېرو ١٠٩ کلونو څخه دا جايزې په طب او چاپېريال ساتنه، ادبيات، کيميا، فزيک ،سوله او بيا په راورسته کې په اقتصاد کې ورکول کېږي ، ترټولو ډېرې جايزې تر اوسه پورې امريکا گټلې دي.
په ١٩٠١ زېږدي کال کې د نوبل لومړنۍ جايزې ووېشل شوې، چې تر ٢٠١٠ کال پورې يې ٥٠٠ بېلا بېل شخصيتونه په تر لاسه کولو بريالي شوي دي.
له دې جايزو څخه ،چې ١٠٩ کلونو راهيسې وېشل کېږي د امريکا متحده ايالات د ٣٢٣ جايزو په گټلو سره لومړى دى.
له امريکا وروسته برتانيا ده ،چې ١١٧ د نوبل جايزې يې په پورته ذکر شويو بېلابېلو څانگو کې اخيستې دي، ، له برتانيې وروسته جرمني دى چې په ټوليز ډول يې ١٠٣ د نوبل جايزې گټلې دي ، ورپسې فرانسه ده .چې ٥٧ د نوبل جايزې او بيا کوربه هېواد سويډن دى چې د ٢٨ جايزو په گټلو سره د نوبل جايزې د گټونکو د نوملړ په سر کې ځاى لري .
له دې سره،سره چې فرانسې په طب، فزيک،کيميا،او سوله کې چندان ډېرې جايزې نه دي وړې، خو په ادبياتو کې يې ترټولو هېوادونو ډېرې جايزې گټلې دي .
په ټوليزډول ٦٩هېوادونو اوسيمو د نوبل جايزې گټلې دي ،چې له سنټ لويشيا څخه نيولې بيا تر پيرو هېواد پورې چې په ٢٠١٠ زېږدي کال يې ليکوال ماريو وارگاس يوسا د نوبل ادبي جايزه وگټله رسېدلې ده.
د نوبل بنسټ د ويب پاڼې له مخې که څه هم امريکا په سوله،طب ،کيميا ، فزيک او اقتصاد کې له برتانيا ،جرمني ،فرانسې او سويډن څخه مخکې ده، خوپه دې نه ده توانېدلې چې په ادبياتو کې تر فرانسې ډېرې جايزې وگټي او په دې سره فرانسه د نوبل د ادبياتو د جايزې په گټلو کې تر ټولو نوروهېوادنو لومړۍ ده.
برتانيا او جرمني په خپل منځ کې سخت سيالان دي ، د برتانيې د سولې او طب جايزې او د جرمني د کيميا او فزيک جايزې په يوه کچه دي ، خوبرتانيا په اقتصاد او ادبياتو کې په جرمني مخکې ده، او په نړۍ کې دويم هېواد دى چې د نوبل ډېرې جايزې يې گټلې دي ، فرانسې يوازې په سوله او ادبياتو کې تر جرمني ډېرې جايزې گټلې دي او د امريکا يوازينى کمزورتيا دبرتانيې او فرانسې په نسبت په ادبياتو کې ده .
دويب پاڼې له مخې د نوبل ډېرې جايزې نارينو گټلې دي او د ښځمنو کچه پکې خورا ټيټه ده، له ١٩٠١ زېږدي کال څخه تر اوسه پورې ٧٦٥سړيو او يوازې ٤١ مېرمنو د نوبل جايزې گټلې دي چې دا خورا ډېر ستر توپير دى .
همدارنگه تر ټولو ځوان جايزه گټونکى ٢٥ کلن ( لارنس براگ) دى چې په ١٩١٥ زېږدي کال يې په فزيک کې د نوبل جايزه گټلې وه، او تر ټولو زوړ هغه يې (لنوئيډهورويچ) دى چې په ٩٠ کلنۍ کې يې په ٢٠٠٧ زېږدي کال په اقتصاد کې د نوبل جايزه گټلې ده.
همدا راز کاناډا،ناروې،روسيه، او سويس هم په دې لړ کې راغلي دي چې د خپرو شويو اطلاعاتو له مخې يوازې کاناډا او ناروې په اقتصاد کې تر فرانسې جرمني او سويډن څخه ډېرې جايزې گټلې دي ، او له بلې خوا دې روسيې او فرانسې د فزيک د جايزې په برخه کې انډى برابر دى. دا شمېرنه د ٢٠١٠ کال په گډون د تېرو ١٠٩ کلونو د نوبل د جايزې د وېشنې جريان دى، چې ددې جايزې په اړه به نور معلومات بيا خپاره شي .