کور / تازه خبرونه / خوست : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

خوست : د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

بهرني ځواکونه وايي چي په خوست ولايت کي يې د حقاني شبکې يو قوماندان ووژى . د همدې ځواکونو په يوه خپرپه سوې خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان نوم انصاري ښودل سوى او ويل سوي چي نوموړي به د همدې ولايت په سبري ولسوالۍ کي پر بهرنيو ځواکونو بريدونه ترسره کول . د خبرپاڼي په حواله چي د نوموړي قوماندان د نيولو په وخت کي وسله وال مقاومت هم سوى چي په پايله کي يې انصاري او دوه نور ملګري يي ووژل سول .
د يادوني وړ ده چي تر دې دمه د دې سيمي څخه د يوې داسي پيښي خبر نه دئ ورکړل سوى .