دا چې زده کړه دهرانسان طبیعي حق دی او په دې لاره کې هیڅو ک ددې صلاحیت نه لري چې یو انسان بل انسان د خپل حق یعني د لوړو زده کړو څخه محروم کړي. د بشر دحقونو نړیواله اعلامیه هم وایي چې زده کړه کول دهر انسان حق دی او باید زده کړه وکړي.
راځم خپلې موضوع ته:
هغه داچې افغانستان ته دنړ ۍ یو شمېر هیوادونو د مرستو د لړۍ په دوام کې د تحصیلي بورسونو وعدې وکړي او له دې لارې ه زرګونو افغانان د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هیوادونو ته مساپر شول نوزمونږ تقریباَ ګاونډي هېواد هندوستان هم دنورو هېوادونو په څېر افغان د ولت ته یوتعداد تحصیلي بورسونه ورکړل. د تحصیل لپاره د لېږل شویو افغانانو څخه یوهم محمد ریاض سادات دی چې اوسمهال یې د میډیا د سرکرښې جوړوي . ریاض سادات هندوستان ته په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ازادې سیالۍ له لارې دتجارت د پوهنځي دلوستلو په موخه هندوستان ته بریالی شو او و لاړ. ښاغلي ریاض سادات په لږ وخت کې دخپل لیاقت په اساس د هندمېشتو افغان محصیلینو مشري په غاړه واخیسته او بلاخره د تجارت پوهنځی یې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په پوره لیاقت سره سرته و رساوه. دا چې ښاغلي سادات په هندوستان کې دخپل درس په جریان کې هرکال د بهر نیو محصیلینو څخه دکال غوره محصل نوم ګټلی وه نو په همدې اساس ورته د هندوستان دولت د ماسترۍ بورس هم ورکړ چې دمګړۍ د ماسترۍ په زده کړو بوخت وه.
ښاغلي ریاض سادات ته تېره اونۍ هندي امنیتي اخطار ورکړی چې ته باید د هندوستان ځمکه د روان کال د اکتوبر ترپنځلسمې نېټې پریږدې. ریاض سادات او سمهال نظر بند دی او دهیڅ نو ع اظهار صلاحیت نه دی ورکړل شوی. دا چې ښاغلی سادات د لومړي سمستر په ازموینو بوخت وه نو د کوم قانون په اساس د ازموینې څخه محرومیږي؟ بل داچې ریاض خو نه دکوم سیاسي ګوند سره تړاو لره اونه یې کوم سیاسي فعالیت کولو نو ولې بې دکوم دلیله د خپلو روا حقوقو څخه بې برخې کیږي؟
ریاض سادات دهندوستان څخه رسنیو ته د ټیلیفون پر کرښه وویل چې د هندوستان پولیسو ده ته دشړلو په اړه دهیڅ نوع دلیل نه دی ویلي چې ولې او څنګه باید زه د هندوستان خاوره پریږدم ؟ خو فقط دومره ورته ویل شوي چې ته بایددهندوستان خاوره پریږدې او مونږ به درته طیارې ته دختو پرمهال ووایو چې ستا کوم جرم دی.
عجیبه ده : نه کوم جرم شته ، نه کوم دلیل شته ، نه کومه قضا شته ، نه د څارنوالۍ احکام او نه کومه اخلاقي تېروتنه شته بس فقط د هندي پولیسو له لوري ویل کیږي چې دهند خاوره پریږد ه. ……افسوس افسوس
د پښتو متل دی چې وایې غوا توره ده او شوده یې سپین دي بس هماغه ټوکه دلته هم شته چې د افغانستان ددولت په داخل کې داسې افغان دښمنه کړۍ شته چې نه غواړي پښتون محصل دې په ښه توګه زده کړې ترلاسه کړي . همدې پښتون دښمنه کړیو هندي چارواکو ته د ریاض سادات په اړه ناسم رپورټونه ورکړي دي او غواړي چې د وطن یو تکړه ځوان او دافغانستان اینده سرمایه ښاغلی ریاض د خپل ښکار نښه وګرځوي.
زه نه پوهېږم دا چې ریاض سادات جرم نه دی کړی او مجرم هم نه دی نو بیا ولې بې موجبه سزا ګوري ؟ د کوم قانو ن په اساس یو بهرنی تبعه محصل بې د کوم قانوني پروسیجر څخه سزا ګوري؟ دا کوم ډپلوماټیک عرف دی چې د مېلمه هېواد نماینده ګان د خپل تبعه د جرم په ا ړه نه خبریږي او تبعه یې د میزبان هېواد له لوري په سزا محکومیږي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که چېرې ښاغلي ریاض سادات د کوم جرم په ارتکاب مجرم شمېرل شوای وای نو باید دهندوستان دولت باید افغان سفارت ته په هندوستان کې د ښاغلي ریاض په اړه شکایت وړاندی کړی وه او بیا افغان سفارت خپل اجرات کول . داچې دریاض په اړه هندي چارواکو افغان سفارت ته هېڅ نه دي ویلي نو بیا خو هغه خبره ده چې وایي عیان ته څه بیان دی نو بیا خو په ډاګه شوه چې ریاض سادات هیڅ نوعه جرم نه لري .
بله خبره دهمدې موضوع په اړه د افغانستان دولت سوړ اسویلی دی . په هندوستان کې افغان سفارت یې د لوړو زده کړو موضوع بولي ، دلوړو زده کړو وزارت یې د بهرنیو چارو وزارت موضوع بولي او د بهرنیو چارو وزارت بیا هیڅ هم نه وايي. وړمه ورځ ما خپله د ولسمشر ددفتر سره تماس ونیولو هغوي ځان ناخبره وباله او ویې ویل چې د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې شی نو کله چې د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې شو نو هغوی ویلی چې مونږ خبرشو او غم به یې وخورو نو ددې نه وروسته به یې غم خوري چې ریاض د کابل په هوایی ډګر ښکته کړي.
دا چې ښاغلی ریاض پښتون دی نو مجرم دی . داچې تکړه نو مجرم دی دا چې اول نمره دی نو مجرم دی دا چې یو فعال او په وطن مین ځوان دی نو مجرم دی . ……… نو معلومه شوه چې د ریاض ګناه دده خپل لیاقت دی اوبس، اوددې سره بیا هم پښتون هم دی نو بیا خو بیخي مجرم دی ځکه چې پښتانه خو هسې هم د کوم جرم نه بغیر تر ګوانټانامو رسول کیږي.
په پای کې یو ځل بیا له افغان دولت نه غواړم چې د موضوع په اړه ښه خبریاست نو ولې خپل غوږونه کاڼه نیسی . افغان دولت بایدپه دې اړه جدي اقدامات وکړي او د ښاغلي ریاض سادات په شمول د ټولو پښتنواوپروطن مینو ځوانو محصیلینو د شړلو لړۍ ودروي او په ټولو غاړو غږ کوم چې داسې پښتون ضد کړنې مه کوی ځکه چې د پښتنو سره سرترپایه ظلم روان دی او ځورول کیږي خو که چېر د پښتنو دحوصلې جام واوښته نو بیا والله که نه په تهران کې او نه په تاجکستان کې ارامه شپه وګوری.
داسر ربه مات شوی لا ټیټ شوی چاته نه دی
خو تاته یې پنځه وخته محراب کې راولم
زما تړلی لاس وه ستا درنې درنې څپېړې
یو وخت خو به اشنا دا هم حساب کې راولم