د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي په بهسودو ولسوالي کي څلور روغتيايي مرکزونه ګټي ته چمتو سول او د يوه بل مرکز د بنسټ ډبره کښېښوول سوه.
د دې ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي د نوي روغتيايي مرکز د جوړېدو بنسټ د والي محمدحليم فدايي او ولايتي بيا رغوني د ټيم د مشر له خوا نن د بهسودو او په اوله حصه کي کښېښودل سوه.
خبر پاڼه وايي پر څلورو چمتو سويو روغتيايي مرکزونو شاوخوا يو ميليون ډالر لګښت راغلى دئ.