کور / تازه خبرونه / پاکستان: افغان سوله زموږ له خوښي پرته ناممکنه ده

پاکستان: افغان سوله زموږ له خوښي پرته ناممکنه ده

د پاکستان صدراعظم وايي په افغانستان کي د سولي د شروع سويو هلو ځلو کاميابي د پاکستان له ګډون پرته ناممکنه ده.
صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني نن د پښتونخوا په چارسده کي وويل چي په افغانستان کي د سولي راتګ د پاکستان له مرستي پرته امکان نه لري.
نوموړي وويل پاکستان د ستونزي د حل يوه لاره ده، نه د مشکل د ايجادولو منبع.
رضا ګيلاني دغه خبري پر داسي مهال کوي چي له تيري اونۍ راهيسي په افغانستان کي يو ځل بيا د طالبانو او حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اوازې ګرمي سوي دي.