د کندهار هوايي ډګر چارواکي وايې چي د ياد ډګرمياشتني فضايي عوايد د تېرو دوو مياشتو په موده کي له ٥٩ زره امريکايې ډالرو څخه يو لک او پنځه زره امريکايې ډالرو ته لوړ سوې چي په لنډه مود ه کي د پام وړ او چټک پرمختګ ګڼل کيږي.
د کندهار په ملکي هوايي ډګر کي د تيرو دوو مياشتو په اوږدو کي د عوايدو د زياتوالي تر څنګ بېلابېل پرمختيايي او د بيارغوني کارونه هم سوي چي د مسافرينو او حاجيانو د تګ راتګ لپاره يې ګڼ شمير اسانتياوي برابري کړي دي .تېره ورځ د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي يوه مطبوعاتي غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د کندهار مرستيال والي انجنير عبدالطيف اشنا، د همدې ډګر امر احمد الله فيضي او يو شمير نورو دولتي چارواکو او سيمه ايزو خبريالانو ګډون کړى وو.
مرستيال والي انجينير عبدالطيف اشنا خبريالانو ته د خبري کنفرانس پر مهال وويل (( هوايي ډګرونه په ټول نړۍ کي د ځانګړي اهميت څخه برخمن دي او د هيواد په اقتصادي وده کي مهم رول لوبوي )).
هغه زياته کړه چي د کندهار هوايي ډگر که څه هم يو نړيوال هوايي ډګر دى ولي بيا هم پر ټولو نړيوالو معيارونو برابر نه دى او هغه اسانتياوي چي ورته يو نړيوال هوايي ډګر اړتيا لري په کندهار هوايي ډگر کي نسته ولي د مرستيال والي په وينا چي دوۍ ددې هوايي ډګرد لاپرمختګ لپاره پرله پسې هڅي کوي او ښايې په نژدې راتلونکي کي به پر ټولو نړيوالو معيارونو برابر سي.
د کندهار د ملکي هوايي ډګر امر احمد الله فيضي وويل چي په تېرو دوو مياشتو کي د کندهار په ملکي هوايي ډګر کي د حاجيانو او نورو مسافرونو د تګ راتګ لپاره ګڼ شمير اسانتياوي برابري سوي دي.
فيضي زياته کړه (( دکندهار د ملکي هوايي ډګر لپاره درې پايې جنيټرونه را وړي چي پرې ٩٠٠٠٠ زره امريکايې ډالره لګښت راغلۍ او ياد ډګر ته به ٢٤ ساعته بريښنا برابره کړي)).
هغه همدا راز وويل چي په هوايي ډګر کي د مسافرينو لپاره ٣٨ تشنابونه او د اوداسه ځايونه جوړ کړي او په ترمينل کي يې د مسافرينو دبوخت ساتلو لپاره ٤ پايې تلويزونونه لګولي چي مسافرين به د الوتني تر وخته پرې بوخت وي.
د کندهار د ملکي هوايي ډګر آمر احمد الله فيضي وويل چي په ترمينل کي د الوتکو د درېدني سړک ټول له سره رغول سوۍ او په پلان کي لري څو په نژدې راتلونکي کي د هوايي ډګر د سکيننګ او کمپيوټر سسټم فعاله کړي چي لګښت به يې د هوايي چلند وزارت له خوا ورکول سي.
د کندهار ملکي هوايي ډګر د کندهار بولدک پر لويه لاره د کندهار ښار ختيځ لور ته په شل کيلو ميترى کي موقيعيت لري چي د هيواد په کچه د لويو او پرمختللو نړيوالو هوايي ډګرونو په کتار کي راځي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه