لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ درې تنه ماين ښخوونکي په داسي حال چي ماينونه يې ښخول د ماين د چاودېدو له کبله ووژل سول . د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان د دې ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کي د خپل ماين د چاودېدو له امله ووژل سوي .
د يادوني وړ ده چي تر دې دمه د حکومت د دې ادعا په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .