کور / تازه خبرونه / غزنى : د يولړ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

غزنى : د يولړ شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

بهرني ځواکونه وايي چي د يو شمېر فوځي عملياتو په ترڅ کي چي په غزني ولايت کي يې د شپې ترسره کړي يو شمېر شکمن وسله وال نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کسان يې د يو شمېر استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولي . په خبرپاڼه کي د نيول سوو کسانو شمېره نه ده په ډاګه سوې او نه يې د نيولو ځانګړى ځاى په ګوته سوى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .