د برتانيې صدراعظم ډيويډ کامرون شک ښودلى چي ګنې دوې ورځي دمخه وژل سوې برتانوۍ دي د تښتوونکو په بم وژل سوې وي.
ډيويډ کامرون ويلي امکان لري چي مېرمن لينډا د امريکايي ژغورونکي ټيم په متقابلو بمونو کي په يوه وژل سوې وي.
د ډيويډ کامرون تر څرګندونو وروسته په افغانستان کي د ناټو ځواکونو امريکايي قومندان ډيويډ پيټريوس امر کړئ چي په دې هکله تحقيقات وسي.
نوموړي ويلي چي که څه هم لومړنۍ نښي ښيي چي لينډا د تښتوونکو په بم وژل سوې، خو بيا به هم په دې هکله څېړني وسي.
شپږ دېرش کلنه لېنډا چي د برتانيې تبعه د امريکا د يو، ايس، آى، ډي د پراختيايي ادارې له يوې قراردادي موسسې (ډي، اې، آى) سره يې په جلال آباد کي کار کاوه، چي کونړ ته په لاره کي د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول سوه، او دوې ورځي دمخه د ژغورني پر مهال ووژل سوه.
ناټو ځواکونو هغه مهال ويلي وو چي پنځه تښتوونکي د دوى په ډزو مړه سول، خو يوه يې په ورسره بم باندي خپل ځان او لينډا دواړه ووژل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه