کور / تازه خبرونه / ناټو: په جنوب کي مو يو عسکر وژل سوى دئ

ناټو: په جنوب کي مو يو عسکر وژل سوى دئ

د ناټو ځواکونو منلې چي د افغانستان په جنوبي سيمو کي يې نن د دوشنبې په ورځ يو عسکر له لاسه ورکړى دئ.
د ناټو له خوا يوه خپره سوې خبر پاڼه وايي دغه عسکر د ماين په چاودنه کي وژل سوئ دئ، خو د عسکر هويت او د پېښي اصلي ځاى يې د ناټو د پاليسۍ له مخي پټ ساتلي دي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د روان کال په تيرو نهو مياشتو کي شاوخوا ٥٦٠ بهرني پوځيان په افغانستان کي وژل سوي، چي ډېرى يې امريکايان دي.