دا خو تر لمر روښانه ده چې په سیاسی لحاظ هرهیواد په خپل ګاونډ کې تر خپل ځان غښتلی او پیاوړی هیواد نه غواړی ، او د خپلو سیاسی او اقتصادی مصلحتونو په اساس هڅه کوی ، چې د سیاسی سیالۍ په ډګر کې تر خپل ګاونډي هیواد نه په هره کچه غښتلی وي . که څه هم پاکستان د شوروی اتحاد د یرغل نه وړاندې او دیرغل په ترڅ کې په افغانستان کې ستراتیژي عمق درلود ، او د ځینو سیاسی کړیو له لارې ئې خپل سیاسی مصلحتونه په افغانستان کې خوندي ساتلی وو ، او له خپل سیال اورقیب هیواد (هند ) څخه د افغانستان په سیاسی ډګر کې یو ګام وړاندې ؤ ، خو د پاکستان دا اوږد شوی لاس افغانستان ته د شوروی اتحاد د یرغل نه وروسته اوپه تیره د روسانو د وتلو نه وروسته ورځ تر بلې لنډیدا ، او هند د خپلو اتلافي هیوادونو په مرسته لکه روسیه او ایران د افغانستان ګرداب ته لاره وموندله ، او ورو ورو ئې ځان د یاد شویو هیوادونو په مرسته د افغانستان په سیاسی کشاله کې داسې مطرح کړ ، چې د پاکستان سیاسی خوزښت ته ئې په افغانستان کې ریښتینی ګواښ متوجه کړ . سره لدې چې د پاکستان سیاسی رول د افغانستان په معضله کې تر هند ډیر ژور ؤ ، او هغه هیوادونه چې د پاکستان تر شا ولاړ ؤ لکه امریکا ، اوروپا او عربي هیوادونه ، دهند سره تر متحالفو هیوادونو لکه روسیه ، ایران په نظامي او اقتصادي کچه ډیرپیاوړي او قوی وو ، سره لدې د پاکستان رول په افغانستان کې ډیر ضعیف او کمزوری شو .
کوم مهال چې لویدیځ دپاکستان په مرسته په افغانستان کې خپل نظامی اوسیاسی سیال روسیه دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان نه ووځي ، او دافغانستان په جګړه کې خپله ماتی ومني ، عام ذهنیت داسې انځور شو ، چې ګواکی روسیې د خپلو متحدینو سره د افغانستان له سیاسی کړکیچ نه بلکل پښي سپکې کړی ، او د افغانستان د کشالې نه د تل لپاره ووتل ، او افغانستان ئې لویدیځ ته وسپاره . خو په حقیقت کې داسې نه وه ، بلکه دا د انځور نیمه برخه وه ، چې د نړیوالو مطبوعاتو له لارې خلکو ولید ، او د انځور پاتي برخه دا وه چې روسیې په افغانستان کې داسې سیاسي ډلې په پښو درولی وې ، چې د دوی په غیاب کې د دوی سیاسی مصلحتونه په افغانستان کې خوندي وساتي . همداسې وشول د روسانو د وتلو سره سم هغه سیاسی ډلې د افغانستان په سیاسی واکمنۍ حاکمې شوی ، چې د روسانو له خوا ئې نظامی او اقتصادی حمایت کیده ، او هغه ډلې د افغانستان د ساسی برخلیک نه ګوښه پاتي شوی چې د پاکستان او د هغه تر شا ولاړو هیوادنو ئې نظامی او اقتصادي حمایت کاوه ، لدې کبله د بهرنیو هیوادونو په لمسون د افغانستان د سیاسی برخلیک په سر د دغو ډلو کشمکش بیرته په افغانستان کې د جګړې ډګر ټود کړ ، که څه هم دې جګړې ته د داخلي جګړې نوم ورکړ شو ، خو په حقیقت کې دا د هماغې جګړې تسلسل ؤ ، چې د لویدیځ او ختیځ استعمارګران تر منځ په افغانستان کې پیل شوی ؤ ، د جګړمارو ډلو تر شاه هماغه استعماري قوتونه ولاړ ؤ چې تر دې وړاندې ئې په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی ؤ .
پدې جریان کې پاکستان او د هغه تر شا ولاړو هیوادونو په افغانستان کې د هند او روسیه د سیاسی برلاسیتوب د مخنوی لپاره یو نوی جریان د طالبانود حرکت تر نامه لاندې را منځه ته کړ ، تر کومه ځایه چې خلک د داخلی جکړې له کبله ډیر ستومانه او کړیدلی وو ، نو په ولسی کچه د طالبانو د حرکت تود هرکلی وشو ، په دې هیله چې لدې جګړه ایز حالت نه به دوی ته نجات ورکړي . پدې توګه لویدیځ بیا وکولای شول چې د روسیې ، هند او ایران مثلث د افغانستان له سیاسی واکمنۍ څخه ګوښه کړي ، د دینی تطرف او تشدد سره سره دې حرکت وکولای شول چې په جټکتیا سره د حکومت واږې په لاس کې واخلی او د روسیې ، هند او ایران پلوه سیاسی ډلې د افغانستان له سیاسی برخلیک څخه ګوښه کړي . خو د عربی ژبي د یوه متل سره سم چې وایی : “تجری الریاح بما لا تشتهی السفن ” . ژباړه : ” باد په هغه لوری لګیږي چې کیښتۍ ئې نه غواړی “. نو د افغانستان په سیاسی ډګر کې هم باد په هغه لوری ولګید چې پاکستان او تر شا ئې ولاړو قوتونو نه غوښتل چې په هغه لوری ولګیږي ، او هغه د افغانستان په سیاسی ډګر کې د القاعدې زیږیدل وو ، چې ورو ورو ئې د طالبانو سره ډیرې لنډې اړیکی پیدا کړې ، او دطالبانو او هغو بهرنیو هیوادونو تر منځ د فاصله ایجادولو لامل شوه ، چې د پاکستان او طالبانو تر شا ولاړ وو ، په تیره بیا د یولسم سبتمبر پیښې د طالبانو او لویدیځ تر منځ داسې درز پیدا کړ چې ټولې موجودې اړیکې وشلیدې ، او لویدیځ ته پر افغانستان باندې د نظامی یرغل جواز په لاس ورِغي . همدا رازهغه روس پلوه سیاسی ډلو ته یو ځل بیا موکه په لاس ورغله چې د لویدیځ حمایت هم تر لاسه کړی ، د لویدیځ د دیموکراسۍ په منلوو سره ئې د افغانستان سیاسی برخلیک ته یو ځل بیا لاره پیدا کړي ، او لویدیځ ئې د تروریزم د ځپلو تر نامه لاندې دې ته ولمساوه چې پر افغانستان نظامی یرغل تر سره کړي ، خو لویدیځ دامریکا په مشرۍ دا فکر ونه کړ چې د افغانستان په ګرداب کې به د هغه زاړه او ستومانه نظامی او سیاسی رقیب روسیه ، هند او ایران سره مخ شي ، په هر توګه لویدیځ په افغانستان کې د روس پلوه سیاسی ډلو په لمسون او مرسته د افغانستان د شمال له لوری پرافغانستان یرغل پیل کړ ، او د طالبانو حکومت ئې ډیر زر ونړاوه .
خو کوم مهال چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د سیاسی زعامت د ټاکلو په سره د لویدیځ او د روس پلوه ډلو تر منځ خبرې کارته پورنه شوې ، د لویدیځ سره دا احساس پیدا شو چې له دې سیاسی ډلو پرته چې روسانو او هند ته تر امریکا او لویدیځ وړاندې وفادرې دي ، بل بدیل نه شته ، نو د نظامی مرستې دپاس په اساس ئې د دوي غوښتنو ته غاړه کیښوده ، او د امریکا او لویدیځ پلوه څو شخصیتونو سره ئې د افغانستان د سیاسی زعامت ډیره برخه د دوی په تصرف کې کیښوده ، خو دا روس پلوه سیاسی ډلې تر هغو شخصیتونو ډیرې پیاوړې وي ، ځکه چې منظمې نظامی ملیشې او قوتونه ئې درلودل ، حال دا چې د لویدیځ له لوری غوره شویو شخصیتونو دا راز پشتوانه په افغانستان کې نه درلوده ، نو ځکه د دغو ډلو له لوری ورو ورو په خپله سیاسی اراده کې یرغمل شول . نو د افغانستان سیاسی پریکړې او سیاسی بهیر په هغه لوری روان شو کوم چې روسیې ، هند او ایران غوښتل چې پرې روان شي ، د هند ، روسیه او ایران سیاسی او اقتصادی مصلحتونه په افغانستان کې تر پاکستان ډیر خوندي وو، هغه ډلې چې د پاکستان سیاسی او اقتصادی مصلحتونه ئې په افغانستان کې ساتل د ترویزم په تور تورن شول ، اوپاکستان نه شوی کولای چې په ډاګه ورسره مرسته وکړی ، تر څو د پاکستان مصلحتونه خوندې وساتي ، حال دا چې روسیې او هند د تروریزم د ځپلو ترشعارلاندې خپلې سیاسی ډلې په افغانستان کې ښې تقویه کړی . او دافغانستان په سیاسی ډګر کې داسې په قوت مطرح شوې ،چې د لویدیځ نه راغلی سیاسی ډله ئې په خپلو پریکړو کې دخپلو مصلحتونو لپاره یرغمل کړه ، آن تر دې چې په وروستیو ریاستی ټولټاکنو کې ئې امریکا او لویدیځ د ریښتنی سرګردانۍ سره لاس ګریوان کړل . ډیر کتونکی په دې اند دي چې هغه مهال دافغانستان شمال ته د طالبانو د غزیدل د همدې فشار په وړاندې د لویدیځ یو سیاسی ګواښ وو ، چې تر څو روسیه ،هند خپل دریځ ته په افغانستان کې متوجه کړي .
که څه هم د افغانستان په سیاسی اداره کې هغه شخصیتونه تر اوسه شته دي ، چې د امریکا او لویدیځ له لوری د افغانستان زعامت ته غوره شوي وو ، خو د امریکا د سیاسی ادارې په بدلون سره چې د جمهوریخواهانو نه سیاسی اقتدارد اوباما په مشرۍ دیموکراتانو ته منتقل شو ، د لویدیځ هغه حمایت لدې شخصیتونو سره پاتې نه شو ، چې د بوش په مشرۍ د دیموکراتانو په وخت کې موجود ؤ ، او اکثرا خو موږ د دې شخصیتونو او دامریکا دنوی ادارې تر منځ په مختلفو سیاسی پیښو کې د ستونزو او کړکیچونو شاهد یوو . لدې ځایه دا شخصیتونه هم چې بل بدیل ورته پاتې نه شو د خبلو سیاسی ګټو لپاره د روس پلوه سیاسي ډلو د حمایت تر لاسه کولو لپاره د دې ډلو تر اغیزې لاندې راغلل ، چې وروستې ډیرې پریکړې په دې دلالت کوی ، او ترټولو ژوندې مثال ئې د سولې د عالی شوری ریاست دی ـ هغه شوری چې باید د دولت مخالفین سولې ته وهڅوی ـ یوداسې شخصیت ته ورکول کیږي ،چې اصلا پدې جګړه کې یو بسټیز اړخ پاتي شوی دی ! .
اوس که موږ د ریښتینو او وطن ته د مخلصو افغانانو په صفت د پاکستان او دهغه تر شا ولاړو هیوادونولاسوهنې په افغانستان کې د افغانی سیاسی کړیو له لاره په کلکه غندو او ځان په دې د افغان په صفت مکلف بولو چې دا بهرنیني اوږده شوی لاسونه غوڅ کړو ، نو موږ د روسه ، هند او ایران کرغیړنه لاسوهنه هم په افغانستان کې له پامه نشو غورځولی ، او د یوه ریښتنیي افغانی په صفت ئې باید وغندو او د دې لاسوهنې مخنوی وکړو چې زموږ ټولنیز او دیني هویت ئې زیانمن کړي دی .
نن په افغانستان کې د افغانستان په شمال کې سیاسی ډلې پدې مکلفې دي ، چې د افغانستان په جنوب کې د بل شوی اور مخنوی وکړي ، په ځای د دې چې د بهرنیو مصلحتونو لپاره کار وکړي ، او تر دوی وړاندې د افغانستان په جنوب کې سیاسي ډلې هم دا مکلفیت لري چې د بهرنیو د دسیسو او طوتيئو نه ځان وژغوری او خپله سیمه د دې ناوړه حالت نه وژغوری . موږ باید د افغانانو په صفت افغانستان د هند او پاکستان د سیالۍ ډګر ونه ګرځو ، او زموږ سیاسی اراده باید دهند اوپاکستان دمصلحتونو تابع نه وی ، بلکې خپلواکه او سرلوړې اراده وي .