کور / هراړخیز / د بنګله دېش بې ستري(لومړۍ برخه)

د بنګله دېش بې ستري(لومړۍ برخه)

ژباړه او تلخيص: انجنير غلام محمد


ثور – ١٣٥٥



دا کتاب په ډېره مينه د خپلواک او آزاد ژوند مينانو ته وړاندې کېږي. ښاغلي لوستونکي به د کتاب د ننه غلطى په سمون کى ولولى – هيله کوم چې د دې غلطيو په هکله ما وبخښي.


“انجنير غلام محمد”1     نادرشاه مينه – ١٣٥٥


د ويجاړو په لور
د مارچ د مياشتې د (٢٥) نېټې د پنجشنبې د ورځې د ماښام پنځه بجې وې. د اکاسي او کيلو ونو په هغه سړک چه د ډاکى ښار او هوايي ډګر سره مښلوي خپل اوږده سيوري غزولى وؤ. د پاکستان د ريزيډنټ تور “مرسدس” بنز چې د ګڼ شمير پوځي موټرونو له خوا په دبدبه او ډير شان سره بدرګه کيده په ډيره چټکتيا د هوايي ډګر مخصوص (وى، آى، پى) سالن مخې ته تم شو. شل يارده وړاندې د پاکستان د هوايي کرښې مخصوصې الوتکې د الوتلو تيارى نيو. شنې او سپين رنګې بوينګ الوتکې د سفر لپاره پوره تيل او د سونګ مواد اخيستي وؤ او په شپږ زره ميله اوږده الوتنه چې د هندوستان د پراخې وچې له باندې نه يې غوښتل د سيلون له لارې کراچى ته چې د لويديز پاکستان دروازه ده پيل کړي.


 د الوتکې څو تنه غوره کړل شوې عمله (کار کوونکى)  چې ښکلې جامې يې اغوستې وې راپيدا شول. که څه هم د دوى لاره دا يوه خاصه کړى وه مگر خورا خواشيني څرګنديدل. همدا رنګه د هغو څو جرنيلانو بڼه چه د پاکستان د واکمن د مخه ښى لپاره هلته راغلى وؤ هم خړه پړه وه. هرى خوا ته د خواشينى او ويرې احساس موجود وؤ. دا احساس د فصل تودى هوا لا پسى زياتاوؤ. په هغه د مقدراتو نه ډکې ورځې کې د ډاکې هوايي ډگر داسې څرگنديده لکه چه د کوم بانديني هيواد پوځي هډه وى او د جګړې اور پکى لګيدلى وى.  واقعاً داسې نښې نښانې پکى نه وې چې ګوندې د پنځه اويا مليونى بنګالى اولس ښار او پايتخت وي. د يوه تن بنګالى مخ هم هلته نه څرګنديده او کوم کسان چې هلته راغلي وؤ ټول پنجابى پوځيان او د يحيى د رژيم مريدان وؤ.


 په دې ورځ د معمول سره سم د عام او عادى اولس په ځاى د هوايي ډګر د ترمينل بامونه له وسلوالو پوځى تيارسى شويو افرادو څخه ډک وو. د هوايي ډر څلور غاړې د ريګونو په کڅوړو ډکې وې چې تر شا يې د پاکستان پوځيان د جګړې په يونيفورمونو کې له ماشين گړو سره په ځير ناست وو. د هغو شا ته د الوتکو ضد وسلې ځاى په ځاى کړى شوې وې. داسې څرګنديده چه ګوندى پاکستانى لښکر د هر څه لپاره چمتو وو.  د هوايي ډگر خواشينى کوونکې فضا د ترمينل په د ننه کوټو کې هم اغيزه کړې وه. څه ناڅه دوه زره ښځې نارينه او کوچنيان سره راغونډ شوي وو، اکثره ئې هغه تجاران او د هغو ى کورنۍ وې چه غوښتل يې ډير ژر له دې ځاى نه ووزى او ځانونه له راغونډيدونکي طوفان څخه وژغورى. ځينو يې مخکې د مخه څو بيخوبه شپې د هوايي ډګر په ترمينل کې تېرې کړې وې او اوس نو د هوايى ډګر منظره د پيټو او کڅوړو د ډيروالى له کبله د ليدلو وړ نه وه. په رښتيا سره هم وضع ډيره ويروونکې وه. سربيره پر دې چې دا ويره گړۍ په گړۍ مخ په زياتيدو وه، خوراکي مواد او د څښلو اوبه هم چا ته نه رسيدلې.


 د پاکستان د پريزيډنت له راتلو نه څو شېبې مخکې د ترمينل سالونونه په داسې لوړو نارو او هياهوى چه غوږونه يې کڼول ډک وو. هرچا پيسې په موټو کې نيولې وې او د هوايي ډگر مامورينو ته يې د بډو ورکولو هڅه کوله ترڅو دوى ته په الوتکه کې څوکۍ ورکړي او پاکستان ته لاړ شي.شور او زوږ ناڅاپه غلى شو. مؤظفو مامورينو خپلې څوکۍ خوشې کړې او د کړکيو په لور د نندارې کولو لپاره له نورو سره يوځاى شول. هرچا غوښتل چې تلونکى پريزيډنټ يو نظير وګوري. هغه چا چې دغه صحنې او شيبې ليدلې دي داسې وايي چې د ژوند تر پايه به هغه هيرې نه کړى. له هرې خوا که وڅيړل شي، نو څرګنده به شي چه هغه ګړۍ د پاکستان په تاريخ کښې د بدلون او گرځيدو ټکى وو.


 لس ورځې پخوا د پاکستان پريزيډنټ په ډير شان او خوښى سره ډاکې ته تللى وو مگر نن خورا خواشينى و او داسې څرګنديده چه دې توربختي سارى بڼه غوره کړې ده.


اغا محمد يحيى خان د پوځي منصبدارو وخت ډير ضايع نکړ. خداى پاماني يې لنډه پريکړه ځکه چه هغوى د حربى پلانونو په جوړولو موظف شوي وو. په خپله ده يواځې اته ساعته له هغوى سره د ختيزى قوماندى په مرکز کې تير کړي وو. له څو تنو سره يې په لاس خداى پامانى وکړه. دوو تنو غټانو ته يې څو پټ ټکى وويل – د غرور په لاس يې سلام وکړ د الوتکې په لور روان شو خپله څوکۍ يې ونيوه.



 د پاکستان هوايي کرښه تل د خپلې مېلمه پالنې لاپې باټې وهى. په هغه ورځ هم په ميلمه پالنه کې وروسته پاتې نه وه. د الوتکې دروازه لا پوره نه وه تړل شوې چې يوې ميلمه پالې “ستوردس” د سکاچ او سودا گيلاس بيله دې چې د پرواز فورموليټه يې په نظر کې نيولې وي خپل خاص ميلمه ته وړاندې کړ. بيله درنګه دويم گيلاس هم ډک شو.


 پريزيډنټ يحيى خان د څو راتلونکو گړيو لپاره تيارى نيوۀ نقشه تياره وه قيسر (د روبى کون) له ويالې نه تيريدل غوښتل.


 دوه کاله پخوا څه ناڅه په همدې ګړۍ يوه بله لويه ميله جوړه وه. د (١٩٩٦) کال د مارچ د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه د پاکستان د مقدراتو يوه بله لويه ورځ وه کومه چى يحيى خان د ټل او بشپړ قدرت لاس ته راوړلو په هکله نمانځله. فيلډ مار شال ايوب خان له لس کاله ځانګړى ديکتاتورشپ څخه شړل شوى ؤ.


 د پاکستان اوضاع ګډه وډه وه. مارشال ايوب خان د پاکستان پوځ ته چه د ده وروستۍ هيله وه مخ راواړاوه مګر هغوى هم څنګه چه  ده تېرې شوې کارروايي ورڅرګندې وې او نور د عدم توازن او ناکاميو حوصله نه وه پاتې شوې. پوځ ته څرګنده شوې وه چې نوموړي د ټولو ګډوډيو مخنيوى نشواى کولاى، هغه و چه زوړ فيلډ مارشال وشړل شو او د پوځ لوى قوماندان جنرال يحيى خان مخ ته شو. دا يوه بله ورسته کړۍ وه چې د پاکستان په پوځي ځنځير کې زياته شوه.


 د نامى ادارى او ديکتاتورى دا فصل هم د پاکستانى اولس د بنسټى ويجاړو د لرى کولو او پرابلمونو د حل کولو لپاره سييخه لاره نه وه. مگر د يحيى خان پريکړه او تصميم وروستنى و. د کوتک په زور ئې وکولاى شول چې د پيښو او ويجاړو د ظاهري څپو بڼه څه ناڅه د اولس سترګو ته بدله وښي. خو تر پايه د دې لوبې نوم د قدرت سياست پاتې شو.


 پاکستانى اولس چه (٢٣) کاله يې په ظلم او جبر کې تير کړي وو او د زړه وينې يې خوړلې وې اوس يې يو وار بيا د ديموکراس زيري ته غوږونه وبوڅيدل. پوځ له دى سره سره چې د ديموکراسۍ نارې ې وهلې مگر رښتينى هدف يى دا نه ؤ او د دولس کلني قدرت د خوند له څکلو څخه وروسته دا زړه نه منله چه قدرت له لاسه ورکړي. هغه ؤ چې نورې ګډوډۍ په نورو نوو څيرو پرله پسې راپورته شوې. له دوه کاله سياسي تجربو او غولولو وروسته عرابه بېخي وگرځيده، د ديموکراسۍ هيلې شنډې شوې او د سياست اتش فشانونه بيا تاوده شول. مگر د دې ځل غلطي او خطاوې د منلو وړ نه وې. دا نو هغه ګړۍ وه چه د دغو حالتونو په بهير کې د دې پرځاى چې يحيى خان د قدرت د دويم تلين لمانځنه وکړي، ديرش زره فوټه پاس په هوا کې يې د ويسکي بوتلونه په سر اړول. له دې ټولو سره سره بيا هم ده چرت نه واهه او زړه يې ډاډه و ځکه چى څه ناڅه پنځه اونۍ يې په زرنګۍ سره د هغو سياستمدارانو په هکله داسې څه کړي وو چې د برياليتوب هيله ورته پاتې نه وه. هر څه په لښکري لاسونو کې وو او دلويې لوبى د تيارى نيولو په پريکړه او فيصله بوخت وو. د يوه لوى پوځي منصبدار له خبرى سره سم يحيى خان په دى ويره کې و چې الوتکه يې د هند د هوايي قواو له خوا په هند کى کښته کيدو ته مجبوره نه شي. ځکه دا ه يوه ورا خواشينې کوونکې پېښه واى. نو هغه وو چې د ختيځ بنګال هوايي قواو کراچۍ ته د پاکستان د پريزيډنټ د هوسا رسېدلو څارنه کوله. هغه شيبه چه د پريزيډنټ يحيى ان الوتکه په هوايي ډګر کې ښکته شوه د ملکي هوايي لوى مدير بيله درنګه ډاکې ته پيغام وليږه. پيغام سيخ د ختيزى قوماندې مرکز ته (ريلي) شو.


 “سبق يې ورکړئ”!


 د چتگانګ او ډاکې ښارونه په ټانکونو او زرهدارو موټرونو ډک شول. توپونه و غړمبيدل او نسل کشى پيل شوه.