د ډاکټر عبدالله د ډلي وياند فاضل سنچارکي وايي د سولي د عالي شورا جوړېدل د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه ده.
نوموړي په کابل کي رسنيو ته ويلي چي د شورا جوړېدل نه يوازي له اساسي قانون سره ټکر راولي، بلکي د شورا د مشر برهان الدين رباني په مشري کي به دغه خبري بريالۍ هم نسي.
نوموړي وايي د شورا جوړېدل به ځکه بې ګټي سي چي مشر يې د طالبانو سره مخالف وو، او طالبان به يې هم ونه مني.
سنچارکي پر ولسمشر کرزي نيوکه کوي او وايي له سولي سره د نوموړي لېوالتيا له دې څخه معلومېږي، چي د طالبانو مخالف يې د سولي د شورا پر رياست کښېناوه، چي طالبان به هيڅ صورت پر هغه باور ونکړي.
بايد وويل سي چي د ډاکټر عبدالله تر ډلي دمخه، د سولي د شورا پر تشکيل او مشرۍ ته يې د پروفيسر رباني پر ټاکل کېدو، د ډېرو افغان شنونکو له خوا دې ته ورته نيوکي سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه