د باګرام له زندان څخه چي اوس د پروان زندان نوم ورکړل سوئ د ١٣ بنديانو د خوشي کېدو خبر ورکړل سو.
دغه کسان چي دوسيې د افغانستان د عدليې وزارت ټاکل سوي کمېسون څېړلي او کوم جرم نه دئ پر ثابت سوئ، خوشي سوي دي.
خوشي سويو بنديانو ويلي چي دوى کوم جرم نه درلودئ، خو د شخصي تربګنيو له مخي امريکايانو ته د طالب او القاعدې سره د تړاو په تور معرفي سوي وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه