کور / تازه خبرونه / کندهار: سيمه ايز پوليس پر دندو وګومارل سول

کندهار: سيمه ايز پوليس پر دندو وګومارل سول

د کندهار ولايتي مقامات وايي د ارغنداو ولسوالۍ په ناګهان کلي يې ٨٢ کسان د سيمه ايزو پوليسو په بڼه پر دندو ګومارلي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دغه کسان به د خپلو سيمو امنيت په خپله ټينګوي او له دولتي پوليسو سره به اوږه پر اوږه د کورنيو چارو وزارت تر امر لاندي فعاليت کوي.
خو د دې پروسې منتقدين وايي چي د سيمه ايزو پوليسو په نوم د وسله والو کسانو پر دندو ګومارل به يو ځل بيا د نويمو کلونو په توګه کوڅه په کوڅه واکمني رامنځته کړي، چي نه يوازي امنيت به ټينګ نسي، بلکي نور به يې هم ګډوډ کړي.
شنونکي وايي ولسمشر کرزى له يوې خوا د شخصي امنيتي کمپنيو د بې وسلې کولو نېک اقدام کوي، خو پر بل سر بيرته هماغه جنګسالاران د سيمه ايزو پوليسو په نوم په وسلو سمبالوي.