د کندهار ولايتي اداره وايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ يې د کندهار کابل په اډه کي د حاجي روزي او نصيراحمد په نوم دوه کسه چي د لوګر ولايت اوسېدونکي دي، د افغان کارګرانو د ډله ايزي وژني سره په تړاو نيولي دي.
خبر پاڼه وايي دوى له هغي پېښي سره تړاو لري، چي تېر کال يې ١٤٥ کسان اېران ته په قاچاقي توګه په بند کانټينر کي وړل، خو هغوى د لېږدوونکو د بې غورۍ له وجي د ګرمۍ او نفس تنګۍ له امله په بې هوښۍ کي ژوند له لاسه ورکړى وو.