کور / تازه خبرونه / کندهار: لسو شخصي امنيتي کمپنيو وسلې سپارلي

کندهار: لسو شخصي امنيتي کمپنيو وسلې سپارلي

د کندهار امنيه قومنداني وايي د خصوصي امنيتي کمپنيو د بې وسلې کولو د پروسې په دوام د کندهار ولايت لسو خصوصي امنيتي کمپنيو وسلې سپارلي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي امنيه قومندانۍ ته د دې کمپنيو له خوا ٢٠٤ ميله وسله، چي ١٤٢ ميله کلاشينکوفونه، ١٤ ميله آر، پي، جي راکټونه، ١٤ ميله توپنچې، ١٨ ميله پي، کې، ماشينونه، دوه ميله دهشکې، يو ميل ٨٢ ميلي ميتري توپ او ١٣ ميله خفيف ماشينونه پکښي شامل دي.
خبر پاڼه وايي پورتنۍ وسلې د رحمت سعادت، فاروقي، سنځري، ابدالي، هيواد، زيارت، فتح خان، ګلان، IPFP او GTC کمپنيو څخه ترلاسه سوي دي.

خبر پاڼه زياتوي چي د کندهار امنيه قومندان سردارمحمدځاځي د يادو سويو امنيتي کمپنيو بې وسلې سويو پوليسو ته په ملي پوليسو او ملي پوځ کي د درېدو بلنه ورکړې ده.