نن پرله پسې دريمه ورځ ده چي په کندهار ولايت کي ځانمرګي بريدونه کېږي ، نننی بريد د کندهار په خوجک بابا ( دې خوجه ) سيمه کي د نظم خاص سره نژدې د پوليسو پر کاروان باندي ترسره سو چي د چارواکو په وينا يو تن پکښي وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي ، پرون غرمه د همدې ولايت په بولدک ولسوالۍ د وېش په سوداګريز مرکز کي چي پر ډيورنډ کرښه پروت دی ځانمرګي بريد تر شپېتو تنو زيات مړه او ټپيان کړه او وړمه ورځ د همدې ولايت په باغيپول کي د يوې مېلې پر مهال تر سلو زيات مړه او په لسګونو ټپيان سويي وه .