د تاریخ د ویا ړ شا هده زمونږ ښکلی کند هاره
د احمد میرویس وطنه پرتا ډیر ویاړم سر شاره
د افغان دژوند ازمون ته د میړانې لوی سنګر وې
ستا لمن کی دي لوي شوي زرغونه او نازو دواړه
د اشرف د ننګ کیسې خو نن له تا سره پرتي دي
د هو تکو د پلار کوریې د عینو کاریز ملیاره
د میوند د جګړې پت یې د ایوب د جنګ مر چله
د ملالې د خولې چیغې دښمن مات کړل بې اختیاره
ستا په خاوره کی پرته ده دخرقې لوی افتخار
چيلزىنه او منزل باغ دې د تاریخ په ویاړ یاد ګاره
د بابا ولي میلو ته به در ځمه که وزګارشومه
ارغنداب د میوو ځای دی که څوک پریږدي پر قراره
نن ته ولې ډېر خپه یې ستا له سترګو اوښکې څا څي
ستا ځلمیان په وینو رنګ دي مځکه سره ده کور ویجاړه
ستا په خاوره کې نن ولي د پردو ځا لګۍ جوړي
دا لمسیان دی ټو له ولې یو پر بل بې اعتباره
ځان را ویښ کړه ته د خوبه ټول افغان ستا په امید دی
بیر ته اور سه سره لمبه شه د دښمن د ستر ګو خاره
ته د ټول افغان ولس ته دوحدت لاسو نه ورکړه
د نفاق تخمونه ورک کړه د تاریخ ستر افتخاره
دعلمي نړۍ ډګرته د عر فان ډیوه کړه بله
د ورورۍ چوکاټ پیداکړه آزاد ګرځه لاس تر غاړه
د نیکانو تیر تاریخ ته د عزت په ستر ګو ګوره
د غلیم غلامي پریږده د خپل خاورې خدمتګاره
په جنګونو کې خیر نشته د خپل پلار وطن آباد کړه
محبت کاروان ملتیا کړه ژوند کوه په افتخاره
دعبرت در سونه واخله د ظالم ظلم کړه ختم
ددوستۍ نیا لونه کښېږده نوی نسل کړه کا مګاره
ستا قربان شم کند هاره لږ څه سوچ او فکر وکړه
د خپل ځان اعتماد خپل کړه تا ته ټول دي انتظاره
څومره ډیری دې خبرې ،مشوره بس ده نورزیه
د افغان ولس ویښتوب ته دعا کړمه تر سهاره