که د نمرود د دروغجنې خداۍ وس رسيداى
د ابراهيم نوم به خاکم بدهن خاورو کې وه
که د انسان په حافظه د ظلمتونو راج واى
نو سقراط به چرې هم د تاريخ پاڼو کې وه؟
په فراست که فريسيانو اجاره لرلاى
د مسيح نوم به ىي کتاب نه شوکولاى نه وى؟
که د انسان په ذهن حکم د يزيد چليداى
د حسين ذکر به ىي وينو کې مښلى نه واى؟
چې د تاريخ مادي تعبير دې د ايمان حصه ده
د روحاني اعتباراتو معجزه نه منې؟
چې تر څو شپه وي سپينه ورځ به د چا هيره نه شي
خودفراموشه ، د اضدادو فلسفه نه منې؟
زما په نوم باندې چې هر څومره سياهي ومږې
د شب پرستو په افسون به رڼا توره نه شي
يه په حال مسته ، درخشانه مستقبل زما دى
سپوږمۍ که تندر کې راګيره شی څه نوره نه شي
جون 1967
د عندليب ټاکنه