کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتنو بې روزګاره کول د طالبانو ډیرول دي

د پښتنو بې روزګاره کول د طالبانو ډیرول دي

 په دې وروستیو ورځو کې کڼ شمیر خبرونه دي چې د پاکستان په خیبر پښتونخواه او بلوچستان ایالتونو کې د ای ایس ای په لارښونه ګڼ شمیر هغه لاری وسیزل شوې چې د نړیوالو پوځونو مواد یی افغانستان ته راوړل.

تاسو ټولو ته مالومه ده چې په پاکستان کې د بارچلولو ترانسپورت یا لاریو کاروبار د پښتنو په لاس کې دی چې مالکان، ډریوران، کلینډران او نوره عمله یی هم پښتانه دي چې په زرګونو پښتانه پکې په کار بوخت دي او ددې لارخپل ژوند نفقه په لاس راوړي.

کله چې خلک بی روزګاره شي او حکومت ورته کار نشي ورکولی نو مالومه خبره ده چې بیا جرمونوته لاس کوي چې یو څه نفقه لاس ته راوړي  اوزمونږ په ټولنه کې د جرم کولو لپاره ټوپک ته اړتیا ده اوټوپک چې راو اخلي نوبیاطالب ورته وایی چې طالب شي بیا د نړۍ دښمن شي او ده د بې روزګاری ټوپک راخیستی وي نو له دې نه ښکاري چې پښتانه پخپله نه طالبان کیږي دې ته اړ کیږي چې طالبان شي.

لومړی باید نړیوال په دې فکر وکړي چې پښتنو ته کاروبار پیدا کړي ځکه چې پښتانه خپل حکومت نه لري او بیا هغه پښتانه چې ځانونه مشران کڼي باید ددې ستونزو غم وخوري.

اوس چې په لره پښتونخوا کې د خیبرپښتونخواه ایالت کېمشري نشنل پارټي کوي نو د پښتنود بې روزګاره کولو تپوس هم باید له پاکستان حکومت وکړي چې ولی پښتانه بې روزګاره کوي.

که پښتنو ستونزو ته پام ونه شي نو هغه وخت لری نه دی چې عام پښتانه به د ټولو پښتنو مشرانو نه تپوس وکړي چې دوي د پښتنو د کار روزګان او تعليم په برخه کې ولې بې غوري کړې.