کور / تازه خبرونه / د آيساف دوه سرتيري د ماين په چاودنه کي ووژل سول

د آيساف دوه سرتيري د ماين په چاودنه کي ووژل سول

لراوبر ته د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ماين په يوه چاودنه کي يې دوه سرتيري وژل سوي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد سرتيري د افغانستان په سهيل کي نن ورځ ووژل سول . په خبرپاڼه کي د وژل سوو سرتيرو هويت او د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه سوى .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم ناټو د خپلو څلورو سرتيرو د وژل کېدو خبر د افغانستان په لوېديځ کي ورکړى و