کور / تازه خبرونه / د عامي روغتيا رياست د ٤٣ خالي بستودپاره ازموينه واخستل سوه

د عامي روغتيا رياست د ٤٣ خالي بستودپاره ازموينه واخستل سوه

نن تر غرمې مخکي د کندهار په ولايت مقام کي د عامې روغتيا رياست د ٤٣ خالي بستو لپاره د ٥٦ تنو کانديدانو څخه ازموينه واخستل سوه.
ددې ازمويني لپاره ٦٣کانديدانو نوم ليکنه کړې وه چي نن د ازمويني په ورځ ٥٦ تنه حاضر ول چي د دوى څخه به ٤٣ تنه د عامي روغتيا په رياست کي په دندو وګمارل سي.
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د قانون له مخي د ازمويني د شفافيت لپاره يوه كمېټه ټاكل كيږي چي غړي يې عبارت دي له ، ولايت مقام اجرائيه رئېس ، د د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو رئېس، د ښځو چارو رئېسه او د ښووني او روزني رياست نمايندګان وي
د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د قانون له مخي دوى بايد د ټول افغانستان وزارتونه او ادارې تر ٢٠١٢ كاله پوري د معاشتاتو د نوي ريفورم لاندي راولي.