د امريکا د پراختيايي ادارې (يو، ايس، اې، آى، ډي) برتانوۍ کارکوونکې چي دوې اونۍ دمخه په کونړ ولايت کي تښتول سوې وه، د جمعې په ماښام د افغان او بهرنيو ځواکونو د ژغورني د عملياتو پر مهال وژل سوې ده.
د ناټو قومندان جنرال پيټريوس ويلي چي افغان او ايتلافي ځواکونو د هغې په ژغورنه کي پوره هڅي وکړې، خو ونه توانېدل.
ويل کېږي چي دغه مېرمن د تښتوونکو له خوا وژل سوې ده.
د لينډا په نوم دې برتانوۍ د امريکا د متحده ايالاتو په پراختيايي اداره کي کار کاوه، چي دوې اونۍ دمخه له جلال آباد څخه کونړ ته په لاره کي له دروافغان ملګرو سره وتښتول سوه، چي د افغان ملګرو د سرنوشت په باب يې تر اوسه معلومات نسته.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه