د افغانستان په شل اوریزې سیالۍ کې دویمه نیمه پایلوبه د لوګر لوبډلې په۴۳ منډو وګټله اود ولایتي سیالۍ شل اوریزې سیالۍ پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه. لوګر د خوست خلاف ۲۰ اورونه ولوبول او ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او د خوست لوبډلې ته ۲۰۱ هدف وټاکلو.
د لوګر توپ وهونکې نن ډیر وځلیدل. ضیا الحق ۵۶ منډې وکړي، ګلبدین ۵۰ او نجیب ځدران په ۱۳ توپونو ۴۱ منډې وکړي.
د خوست لوبډلې له دمې وروسته په توپ وهنه پېل وکړ ۲ لوبغاړي زر زر يه پنځو منډو وسوځیدل، د خوست ولایت لوبډلې ونشو کړای چې د لوګر لوبډلې ته ټاکل شوی هدف پوره کړي، خوست ۲۰ اورونه ولوبول د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۱۵۷ منډې وکړي.
سبا ته پای لوبه د ننګرهار او لوګر د لوبډلو تر منځ کیدونکې ده، پایلوبه به سبا ته د کابل په وخت د سهار ۱۰ بجې پېل کیږي.
د پخوا په شان به لوبه د شمشاد تلویزیون او ځینې سمیزې رادیوګانې په ژوندئ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي.
همدارنګه د لوبې په اړه کولای شئ معلومات په فیس بوک کې د افغانستان د کرکټ بورډ د پاڼې څخه توپ په توپ تر لاسه کړئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه