نن د افغانستان ملي لوبډلې کینیا ته په یوه ورځینۍ نړیواله لوبه کې په ۶ ویکټو ماتې ورکړه. پچه کینیا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، د کینیا ملي لوبډلې ۴۱ اورونه ولوبول او افغان ملي لوبډلې ته د ټول لوبغاړو په سوځیدلو ۱۴۰ منډې هدف وټاکه.
افغان ملي لوبډلې له دمې وروسته په توپ وهنه پېل وکړه او ټاکل شوی هدف یې کینیا ته په ۲۷ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ.
د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې د ځلیدلو لوبغاړو څخه سمیع الله شینواری چې درې ویکټې، عزت الله دولت زي ۲ او محمد نبي، میرویس اشرف، عبدالله مزاري یوه یوه ویکټه واخستله.
په توپ وهنه کې د ځلیدلو لوبغاړوڅخه نن اصغر ستانکزي ۵۵، محمد شهزاد ۳۷ او محمد نبي ۲۳ منډې د کینیا خلاف جوړې کړي.
سبا نه بل سبا د اکتوبر په ۱۱ نېټه افغان ملي لوبډله د کینیا سره دریمه یوه ورځینۍ لوبه لري چې د کابل په وخت د سهار په ۱۱ بجو پېل کیږي.
په نن لوبه کې د کینیا خلاف حمید حسن ونه لوبیده ځکه چې ټپي و. همدارنګه نورعلي ځدران د ټپ له امله له امله توپ وهنه په پېل کې پرېښوده ځکه چې د غاړي دردونه یې په توپ وهنه کې زیات شوي و.
همدارنګه خالقداد نوري بیرته د لاس د ګوتي د ټپ له امله هیواد ته راستون شوی او پر ځای عبدالله مزاري د کینیا خلاف لوبه کوي.