کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي بيا د کندهار له اوسېدونکو سره ژمني وکړې

ولسمشر کرزي بيا د کندهار له اوسېدونکو سره ژمني وکړې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي پرون يې کندهار ته سفر کړئ وو، له ارغنداو ولسوالي څخه يې هم ليدنه وکړه.
د راپورونو له مخي له ولسشمر کرزي سره د کابينې پر وزيرانو سربېره په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال پيټريوس او د امريکا سفير هم په دې سفر کي ملګري وو.
د کندهار خلګو دا ځل له ولسمشر څخه د برېښنا او اوبو لګولو د يوې لويي پروژې د پلي کېدو غوښتنه وکړه، چي ولسمشر کرزي يې د جوړېدو ژمنه کړې ده.
د آزادۍ راډيو وايي قومي مشرانو له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چي د ارغنداو پر رود يو بل بند جوړ کړل سي، په کندهار کي دي مجهز روغتون جوړ سي او همدا راز دي ښار ته برېښنا ورکړل سي.
ولسمشر کرزي ژمنه کړې چي د امريکا په مرسته به دوې مياشتي وروسته کندهار ته لس ميګاواټه برېښنا ورکړل سي او تر پسرلي پوري به دغه برېښنا دوه چنده يعني شل ميګاواټه ډېره سي.
د کندهار د برېښنا په هکله له تيرو نهو کلونو راهيسي پرله پسې ژمني کېږي، خو تر اوسه دا ستونزه نه ده هواره سوې.