کور / تازه خبرونه / زابل : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

زابل : د يو شمېر شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په زابل ولايت کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د شپې له خوا يې ترسره کړي يو لړ شکمن کسان نيولي . د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان يې د دې ولايت په قلات ولسوالي کي د يو شمېر استخباراتي عملياتو په ترڅ کي نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .