بهرني او افغان ځواکونه وايي چي په هلمند ولايت کي يې شاوخوا درې زره کېلوګرامه نشيي توکي نيولي . نوموړي ځواکونه وايي چي دغه نشيي توکي يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي . د نوموړو ځواکونو په حواله چي ياد توکي يې په موټرونو کي نيولي چي په يادو توکو کي يې ٧٥ کېلوګرامه هېروئين ، ٧٠٠ کېلوګرامه المونيم نايټرېټ او ٥٠ کېلوګرامه کرسټال دي . نوموړي ځواکونه وايي چي د دې توکو سره يو ځاى يې شپږ تنه هم نيولي چي اوس تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي .