کور / تازه خبرونه / پکتيکا : د يوې زېرمي د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړل سو

پکتيکا : د يوې زېرمي د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پکتيکا ولايت کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي د وسلو يوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياده زېرمه يې د يوسف خيلو په ولسوالۍ کي کشف کړې او پکښي شاوخوا ٢٠٠ کېلو ګرامه چاودېدونکي توکي او يو لړ وسلې يې هم نيولي چي وروسته د بهرنيو ځواکونو له لوري له منځه يوړل سوې .