کور / سپورټي / ننګرهار کونړ ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووت

ننګرهار کونړ ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووت

د افغان کرکټ شل اوریزې سیالۍ په نیمه پایلو کې د ننګرهار ولایت لوبډلې کنړ لوبډلې ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندله.
د کنړ کرکټ لوبډلې پچه وګټله او د ننګرهار لوبډلې ته یې بلنه ورکړه چې په توپ وهنه پېل وکړي، د ننګرهار لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو د کنړ لوبډلې ته ۱۹۲ منډې وکړي او ۱۹۳ یمه منډه یې ورته هدف وټاکلو.
د کنړ لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو ننګرهار ته یې هدف پوره نشو کړاي او په ۱۹ اورنو کې يي ټول لوبغاړي په ۱۴۹ منډو وسوځیدل او ننګرهار ترې د شل اوریزې سیالۍ اتلولۍ ته ځان نږدې کړ.
د ننګرهار په لوبډله کې نن ښه لوبه شفیق الله شفف وکړه، شفق ۷۴ منډې وکړي چې ۵ پکې شپږیزې او ۸ پکې څلوریزې وې.
د ننګرهار په توپ اچونه کې د لوبډلې کپتان هستي ګل عابد ۲ وکټې سر په واخستلې او د ننګرهار بل لوبغاړي باطن شاه هم د کنړ دوه لوبغاړي وسوځول.
څو شېبې وروسته به د لوګر او خوست ولایت تر منځ دویمه نیمه پایلوبه کیږي.

یادونه: د افغانستان د کرکټ د لوبو په اړه د کرکټ مینوال کولای شی چې شېبه په شېبه په فیس بوک کې د کرکټ د مینوالو د پاڼې څخه ترلاسه کړي.
http://www.facebook.com/pages/Afghanistan-Cricket-Board-ACB/155284871164016?ref=ts