کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتنو له يهودانو يې زده کړﺉ

پښتنو له يهودانو يې زده کړﺉ

د ښو وهلو او وژلو نه وروسته په اروپا کې میشتو یهودیانو پریکړه وکړه چې جنت وروسته ګټو او وطن ړومبی .نو په خپلو بچیانو یې عبراني ژبه زده کړه او په لږ وخت کې په منځنۍ او ختیځه اروپا کې ډېر سیاسي او ټولنیز پر مختګ وکړ .


په کال ۱۸۸۴ کې دوه یهودیان د فرانسې په حکومت کې وزیران شول یو بل د ناپیلون د خزانې وزیر شو .په ښوونځیو کې د یهودو شمیر یو په لس پورته شو د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په دغه هیواد کې هر څلورم وکیل یهود او هر شپږم ډاکټر یهود وواوس د یهودي د کاندارانو او پالشیانو بچي په سلګونو ډاکټران ژورنالستان انجینیران اود فزیک او ریاضي پوهان وو پاو ل اپر لیچ ،فریډن او این سټاین ددغه بیوطنه یهودانو څخه وو چې د ساینس نړۍ یې لاس ته کړله ایمل راتنیو د جرمني د بریښنا د صنعت مشر شو په جرمني فرانسه هالنډ او بر تانیا کې یهودیان د ژوند په هره برخه کې وځلیدل .


يو یهودی لیکوال ولیکل چې نن موږ صرف د عزت ډوډۍ او ازاد ژوند خاوندان شو بلکه اوس مو د یو قوم په توګه خلک پيژني هم داسې وخت هم وو چې په ټوله اروپا کې یکي یو یهود ي ته دپوستي کار ورکړل شوی وو خو ورته ویل شو ي وو چې لیکونه به دورمه وختي ویشې چې هیڅوک یې ونه ویني یهودیان به خپل اختر ماښام نه روسته کوي تر څو د ځایی خلکو بچیان کورونو ته دننه شي یهودي ماشومان به د عبراني ژبې یو ټکی هم نه وای ګني نو د ښوونځی نه به شړل کیږي .


نن د پښتنو ښوونځي هم په بمونو الوزوي خو فرق مالوم دی یهودو هیواد نه درلوده او پښتانه هیواد لري نن پښتانه جنت ګتي خو هیواد ورانوي یهودیانو خپل هیواد وګاټه زموږ بیت المقدس یې هم لاس ته راووړ
د پښتنو همدغه حال دی وژل کیږي دی اولاد دده یتیم کیږ ي لور خور دده کونډیږي ګټې د نور جیبونو ته ځي ورته وایی ته خو د احمد شاه بابا زوی یې ته خو د میر ویس خان نيکه زوی يې هله تکړه شه پښتون لکه کرايي ټټو خولۍ نوره هم کږه کړي چې ولا نن بادار را ته دا وویل هغه کوم سړی وی ډېر خوشاله وو چاور نه پوښتنه کړې وه ولې خوشاله یې وای نن ما ته خان ویلي چې ته دله يې بس زموږ همدغه ورځې دي د اسلام د نوم لاندې چې هر څه کوي کوي ېې داسې ټاپې هم ورسره دي چې در باندې ولګیده نور ه دې جنازه هم څوک نه کوي .


که موږ پښتانه خپل هیواد جوړ کړو د خپل هیواد بچیان د تعلیم په ګاڼه ښکلي کړو خپله ژبه خوندي کړو د خدایی جنت په نیت د خپل هیواد نه جنت جوړ کړو نو څنګه به وي ؟؟؟
یو پښتون باید د یو ماشوم د روزنې زما واري قبوله کړي د هر چا هر کور هر قوم ماشوم زموږه د روښانه سباون زیری دی
ملګرو یوغریب ماشوم باندې که هره میاشت دخپله جیبه لږې پيسې خرڅ کړو او سبق ور باندې ووایو نو د راتلونکو تیارو مخه نیولی شو.