دافغانستان په تاريخ کي دخونړييو ورځو شمېر لږ نه دئ . زموږ په سياسي تاريخ کي داسي پېښي ډېري دي، چي له پلار څخه زوی، له يوه ورورڅخه بل ورور، له يوه تربورڅخه بل تربوراو يا له يوې ډلي څخه بلي ته، د سياسي واک لېږدېدل زياتره له وينواو وژنو سره تړلي وه . سره له دې هم په دې ټولو ناوړواوخواشينونکو پېښوکي يو افغان د بل افغان په وړاندي ولاړ ؤ؛ په بله ژبه قاتل او مقتول، غازي او شهيد دواړه زموږ خپل خلګ وه؛ خو د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر اوومه د دغه راز ملي غميزو پرخلاف د هغو درو تورو او خونړييو ورځو په ډله کي ده، چي پردو لښکرو په خپل ټول واک او ځواک سره، زموږ پر وياړلي او خپلواک هيواد، خونړي يرغلونه وکړه . لومړی پلا برتانوي پوځونود۱۸۳۹م = ۱۲۵۵هـ ق کال د اپرېل پر شلمه خپل لاس پرنامه نوکر( شاه شجاع) په کندهار کي د پاچهۍ پر تخت کښېناوه؛ دوهم ځل روسي يرغلګرود۱۳۵۸ ش کال د جدي پر شپږمه = د ۱۹۷۹م کال د ډيسمبر پر اووه ويشتمه،د الوتکو او ټانکونو په زور ،خپل وفادار غلام ( ببرک کارمل) د کابل په ارګ کي، شرمېدلي واکمنۍ ته ورساوه. دريم وار د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه امريکايي او انګرېزي لښکروپه خپل پوځي يرغل سره، د حامد کرزي په مشرتابه د جنايتکارانو، ورانکارو، غلو، جاسوسانو او وطن پلورونکو بېلابېلي ډلي سياسي واک ته ورسېدې؛او په دې توګه يې زموږ په جنګ ځپلي هيوادکي د يوې بلي خونړۍ فاجعې سر کښېښاوه. په داسي حال کي،چي هيڅ افغان هيڅکله د چا خاوري يا ملي ګټو ته په بده نه وه کتلي؛ خو سره له هغه هم په دغو درو سره ملي ناورينوکي زموږ د تاريخي هيواد سياسي خپلواکي، مځکنۍ بشپړتيا او ملي واکمني د يرغلګرو لښکرو له خوا لتاړسوه؛ په کلونو کلونو د وينو والې و بهېدې؛ ميليونونه شهيدان او ټپيان سوه؛ د يتيمانو، کونډو، بورو او ورارو شمېر تر حساب واوښت؛ او هره ځل زموږ خواره جونګړه د اور په لمبو کي وسوه . دا دئ تر نهو کالو وروسته بيا هم هره ورځ د انسان وژنو، ورانييو او بدمرغريیو دابهير په خورا درز ودروز روان دئ .
ځينو ساده اوخوش باوره افغانانو د طالبانو دافراطي رژيم ترخوتجربو ته په پام سره، د دې ظالمانه تېري په پيل کي د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ او ازادۍ د مدعيانو سرواو زرغونو باغونو ته په ډېري خوشبینۍ سره کتل؛ اودا يې هېر کړي وه، چي څنګه لوېديځو دولتونود خپلو ستراتېژيکو ګټو د تحقق په خاطر، له سره پوځ سره دجګړې په کلونوکي د افغانانو پر وينو او سرونو سوداګري وکړه؛او دخپلو هدفونوتر لاسته راوړلو وروسته يې افغانانوته په شا اړولو سره زموږد ژوند او مرګ واک د ګاونډييو هيوادو استخباراتي سازمانواو د هغوی روزل سوو جنګي ډلو ته وسپاره. زموږ خوش باوره خلګو د استعمارګرانو د پخوانۍ څېرې په هېرولو سره دا ځل باور درلود،چي د« جنت پريښتې» به مونه يوازي د القاعدې او طالبانو له شره و ژغوري، بلکي ډېر ژر به د خپلو هيوادوپه شان موږ ته هم ګل وګلزار جوړ کړي . ډېره موده نه وه تېره، چي زموږ د خوش باوره خلګو دا خواږه او پاسته خوبونه، په خاورو کي لاهو سوه؛د هري ورځي په تېرېدو سره يې د امنيت او کرارۍ ټغر ټول سو. داورانه او ويرجنه مېنه يو ځل بيا د نړۍ د لويو قدرتونو، ګاونډييو او سيمه ييزو هيوادو د سياسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي لوبو په خطرناک ډګر واوښته؛ هره خوا د جګړې ، ناامنييو، ورانييو، وژنو، سړي تښتونو، زورزياتييو، بې عدالتييو، مخدره موادواوطاعون ډوله فساد لمن وغوړېده؛ او دا دئ دا خونړی بهير اوس د يو نيم لک بهرني او څولکه کورني پوځ له موجوديت سره سره، د چاودېدو حالت ته رسېدلئ دئ . دانګليستان د ګارډين ورځپاڼي د ډېټابلاګ د رپوټ له مخي په دې غيرانساني جګړه کي د روان کال د آګست د مياشتي تر لسمي نېټې پوري نونس زره شپږ سوه نه ويشت(۱۹۶۲۹)ملکي افغانان وژل سوي اواته څلوېښت زره، شپږ سوه څلورڅلوېښت(۴۸۶۴۴) ملکي کسان ټپي سوي دي . د ملګرو ملتو د شمېرنو له مخي د روان کال په تېرو شپږو مياشتوکي د وژل سوو او ټپي سوو ملکي کسانو شمېر په سلو کي يودېرش زيات سوی دئ . بې شکه د ټولو ملکي افغانانو او بې ګونا قبايلي پښتنو د مړو او ټپيانو دقيق شمېر تر دې ډېر زيات دئ . په دې نابرابره استعماري جګړه کي د طالبانو او نورو وسله والو جنګيالييو د ځاني تلفاتو شمېرني تر اوسه نه دي په ډاګه سوي؛ خو له ائتلافي ځواکونو څخه د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر له اوومي څخه تر اوسه، دوه زره يوسلو يودېرش( ۲۱۳۱) پوځيان وژل سوي دي، چي په هغوکي دولس سوه څلورڅلوېښت ( ۱۲۴۴) امريکايان دي . د رويټرز خبري آژانس د رپوټ له مخي، په دې ورانوونکي جنګ کي، يوازي د امريکامتحدو ايالاتو د روان کال د جولای مياشتي تر لومړۍ نيمايي پوري درې سوه اووه شپېته( ۳۶۷) بيليون ډالره لګولي دي . که د ټولو ائتلافي هيوادو د پټو او ښکاره جنګي لګښتونو دقيقي شمېرې وړاندي سي، دا پيسې ښايي ډېره موده مخکي لا تر يوه ټريلين ډالرو اوښتي وي . تصور وکئ، چي د انسان وژني او ورانۍ په دغو پيسو څو افغانستانه جوړېدای سوای؟
هو! په دې ستره افغاني غميزه کي، د يرغلګرو دولتونو او همسايه هيوادو پر پوځي، سياسي او اقتصادي واکمنانو سربېره زموږ د وران هيواد بېلابېلو جنګي، سياسي او اقتصادي کړييو هم خورا درنې او زوروري ګټي وکړي؛ داسي ګټي وټي چي ښايي هيڅکله به يې په خوب کي هم نه وې ليدلي؛خو په ډېري خواشينۍ سره چي دکورنۍ او بهرنۍ مافيا د تورو او چټلو ګټو پر خلاف، په دې افغاني ضد او بشري ضد جګړه کي، زموږ ربړېدلو او غمځپلو خلګو ته د سر، مال او ناموس جبران نه منوونکي تاوانونه ورسېده؛ اولا هره ورځ رسيږي . له دې امله يوازي کورنۍ او بهرنۍجنګي ډلي ټپلي، د وسلو پلورلو انحصاري شرکتونه، سياسي دلالان، جاسوسان او نور بې وجدانه عناصر د دې انساني ضد جنګ تر شا ولاړ دي؛ ځکه په سوله او امنيت کي د هغوناروا ګټي تل تر تله پای ته رسيږي .
د القاعدې او طالبانو د له منځه وړلو په نامه جګړه اوس د ډيوريند د تپل سوي کرښي دواړو خواوو ته د پښتون ولس د عامي وژني او تباهۍ په يوه پراخه جګړه اوښتې ده؛ د دې بې مفهومه جنګ په لمبوکي نه يوازي زموږ ورانه جونګړه او شاوخوا سيمه سوځي، بلکي د نړۍ نور هيوادونه يې هم له ناوړو اغېزو،خوندي نه دي . د اکتوبر د اوومي نېټي د پوځي يرغل طراحانو د خپلو تورو او کرغېړنو نخشو د علمي کولو له پاره، په افغانستان او سيمه کي د دوښمنييو او نفرتونو توخمونه وکرل؛ اورونه يې بل کړه؛ او د وينو والې يې و بهولې اما دې ټولو وحشتناکوعملونود افغانانو مقاومت مات نه کړ؛ د يوه طالب پر ځای يې لس طالبان و زېږول؛ او تر هغه مهاله چي دا ظالمانه جنګ او دا غيرعادلانه نظم روان وي، د طالبانو او نورو مخالفينو شمېر به ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو وي . بلې! د طالبانو حکومت ملي او مترقي نظام نه ؤ؛ خو سره له هغه هم هيڅ هوښيار ، خپلواک، باغروره او باوجدانه افغان د امريکا د بي ۵۲ الوتکو په زور د هغه د نړولو نه غوښته نه کوله . له طالبانو سره جوړه يا مبارزه دواړه د افغانانو کورنۍ او ملي مسألې وې . د پردو په توپ او ټانک له خپلو وروڼو سره جنګېدل، نه يوازي د افغانيت او اسلاميت له اصولو ليري کار دئ، بلکي په جهالت يا ځان غوښتني سره د خپل کور ورانولو ته ملا تړل دي . د جنګ دواړي افغاني خواوي بايد په دې خبره ښه سر خلاص کي، چي استعمار بې خپلوغيرانساني ګټو، د هيچا ورور نه دئ . پښتانه نا حقه نه وايي: «پردی کټ تر نيمو شپو دئ .» کړېدلوافغانانو په تېرو نهو کالوکي د استعمارګرو پوځونو او دهغو د تپل سوي حکومت ماهيت د سر په سترګو وليد؛ نو ځکه نن پخواني خوشبينان څه چي حتا د امريکايانو روزل سوی او تپل سوی واکمن- حامد کرزی هم دا خبره مني، چي بهرني پوځونه د خپلو ستراتېژيکو ګټو د تحقق له پاره افغانستان ته راغلي دي .
نن دافغانستان په شمال ،جنوب، ختيځ او لوېديځ يا د ډيورينډ تر نامنلي پولي ها خوا د پښتنو په کلو او بانډوکي هر ځای د بې ګونا او کړېدلو افغانانو ويني توييږي . د دې ناروا او غيرانساني جنګ پړه تر هر چا مخکي د ائتلافي لښکرو او د هغود فاسدو مزدورانو پر غاړه پرته ده . تر هغه مهاله چي پردي پوځونه په سرټمبګۍ سره له زور او قوې کار اخلي؛ او په کابل او ولايتو کي د جنايتکارو، غلو او فاسدو مزدورانو د واکمنۍ سيله کوي، د دې خونړي جنګ د ختمېدو هيڅ څرک نه ليدل کيږي .
د کابل فاسدحکومت د تېرو بې مانا جرګو او غونډو تر جوړولو وروسته دا دئ د سولي تش په نامه شورا وړاندي کړې ده؛ خو د هغي ناکامي تر جوړېدو او فعاليت مخکي څرګنده وه . کرزی د خپل سياسي او حتا فزيکي ژوند د بقا له پاره مجبور دئ، د پخوا په څېر د جنګي ډلو ټپلو مشرانو ته پناه يوسي؛ جنګي ډلي ټپلي، سياسي سوداګراو پلورل سوي عناصر هم په خپل وار سره د خپلو ګټووټو د ساتني او ضمانت له پاره، دحامد کرزي سياسي ملاتړ ته اړتيا لري . له دې امله ناڅاپي نه ده، چي دا پلا هم په دې شورا کي له جنګي مجرمينو، سياسي دلالانو او فاسدو زور واکانو پرته څوک نه ليدل کيږي . امريکايان او د هغو سياسي – پوځي متحدين بايدپه دې پوه سي، چي له جنايتکارانو، زورواکانو، غلواو مزدورانو سره هيڅوک خبري نه کوي . هغوی د يرغلګرو پوځونو تر څنګ، د رواني غميزي عاملان او مسببين دي .که احياناً طالبان او نوري وسله والي ډلي، چي زه يې امکان ډېر ليري ګڼم، د خپلو سياسي ګټو پر بنسټ له هغو سره، څه مفاهمې او موافقې ته وهم رسيږي، د افغانستان ربړېدلي او داغداره خلګ به هيڅکله دا پلورل سوي، بې رحمه او بې ضميره ډلي ټپلي ونه بخښي . له دې کبله يوازي سپېڅلي، نېکنام او پر وطن مين مشران کولای سي، د دې ستر ملي اپت مخه ونيسي . ټول ملي او هيوادپال افغانان بايد په ګران افغانستان او سيمه کي د دې شومي استعماري جګړې د ختمولو؛ او د يوه ريښتيني ملي او ولسي نظام د جوړېدو له پاره، لاسونه سره ورکړي .
د لراوبر يادونه : لراوبر د ۲۰۱۰ د اکتوبر پر اوومه ټولپوښتنه وړاندي کړه ، د يوې ورځي اوږدو کي په لسګونو بېلابېل نظريات او تبصرې لوستونکو ثبت کړې ، له دې ځايه يې ولولی : د اکتوبر ۷ په اړه د لراوبر ويبپاڼي د لوستونکو نظريات