د ٢٠١٠ کال سولي ته ځانګړې سوې د نوبل نړۍ واله جايزه د چين د حکومت يوه مخالف ليوزيابو ته ورکړل سوه.
نوموړى دا مهال د چين له حکومت سره د مخالفت له وجي په محبس کي بندي دئ.
له افغانستان څخه هم د بشري حقونو د خپلواک کمېسون رئيسه ميرمن سيما ثمر کانديده وه، چي ويې نسواى کولاى دغه جايزه ترلاسه کړي.
آغلې ثمر تېر کال هم دې جايزې ته کانديده وه، چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما ته ورکړل سوه.